۱۳۹۳ اردیبهشت ۶, شنبه

هلمند ;د دولتي پوهنتون ځمكه د غصب له جدي گواښ سره مخامخ سوي ده.


راپور-۲۶-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې د دولتي پوهنتون ځمكه د غصب له جدي گواښ سره مخامخ سوي ده.
په دې ولايت كې د دولتي پوهنتون اومدني ټولنواستازي وايي د ولسمشرد ځانگړي فرمان له مخې د دولتي پوهنتون لپاره د لښكرگاه ښارپه زړه كې ځمكه ځانړي سوې خواوس مهال د نيشه يي توكوپر وړاندې د مبارزې وزرات لخوا ورته ودانۍ له ښارڅخه لري په یوه ځانګړې سیمه کي جوړيږي.
دغه ودانۍ ته شاوخوایونیم ملیون امریکايې ډالره دنيشه يي توكوپه وړاندې د مبارزې وزارت لخوا ځانګړېسوي دي .
نورحال هلمندولایت څځه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند د دولتي پوهنتون اومدني ټولنواستازي وايي د پوهنتون د ودانۍ لپاره په لښكرگاه ښاركې ۷۵ جريبه ځمكه د ولسمشرد ځانگړې فرمان اود وزيرانود شورا په تصويب ورکول سوي خودم ګړي دپوهنتون لپاره ودانۍ دښارپه یوه څنډه کي جوړيږي چې د ځايي چارواكولخوا یاده سیمه په نښه سوې ده.
د دوى په وينا ياده ۷۵ جريبه ځمكې څخه شاوخوا لس جريبه ځمكه اوس مهال غصب سوې اوپاته نوره له جدي ګواښ سره مخامخ ده .

په ورته وخت کي ددي ولایت دنيشه يي توكوپروړاندې د مبارزې ریس محمد لعل عزيزي وايي د دولتي پوهنتون د ودانۍ لپاره يونيم مليون امريكايي ډالره منظورسوي چې د دوى د ادارې لخوا وركول كيږي.

دده په خبره یاده موضوع يه دوزارت سره شریکه کړي اووزارت له دوي څخه په دغه برخه کي پوره معلومات غوښتي چي په نږدوورځوکي به يې چاري بشپړي اوپایلي به يې په ډاګه کړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر