۱۳۹۳ اردیبهشت ۷, یکشنبه

هلمند; تراوه زره زیاتي رايې باطلي اعلان سوي اواته پنځوس محلونه قرنطین سوي هم دي .

راپور—۲۰۱۴—۴—۲۷-
په هلمندکي تراوه زره زیاتي رايې باطلي اعلان سوي اواته پنځوس محلونه قرنطین سوي هم دي .
ددي ولایت دشکایاتودکمسیون چارواکي وايې تراوسه يې پدي ولایت کي د۱۵ محلونوټولي رايې باطلي اعلان کړي دي خوزیاته وي کیداسي دغه شمیره نوره هم لوړه سي .
ددوي په خبره په غه محلونوکي ۱۰ دولایتي شورااو۵ هم دریاست جمهوري دنوماندانودي
بلخوادټاکنودولایتي دفترچارواکي وايې که دوهم پړاوته ټاکني وه غځول سي دوي هم پوره تیاري لري .
نورحال دهملمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دشکایاتوداوریدلودکمسیون ځاي مسول رحیم ګل علی خیل وايې تراوه زره دزیاتورایودباطیله کیدوداعلان ترڅنګ يې پنځلس محلونه هم کرنطین کړي دي چي لس يې دولایتي شورا اوپنځه محلونه دریاست جمهوري دنوماندانودي .
دنوموړي په وینا  داو۳۷ نورومحلونودرایودبیاشمیراوپه دغه محلونوکي ددرغلیودشک په کولویه مرکزته راپورهم ورکړي چي ۱۰ يې دریاست جمهوري او۲۷نوريې دولایتي شورادنوماندانودي خوپه وینايې تراوسه مرکزي دفترورته پدي اړه څه نه دي ویلي .

علی خیل وايې دنوروولایتوپښان دویته هم دیوشمیرنوماندانودپلویانوله لوري په غیري مستقم ډول سره اخطارونه ورکول سوي خوهغه داونه ویل چي یاداختارورکوونکي دکوم نوماندپلوي دي .
په ورته وخت کي دټاکنودخپلواک کمسیون دولایتي دفترویاندشفیع الله ساپی وايې که ټاکني دوهم پړاوته ولاړي سي دوي په هلمندکي دتخنیکي اړخه هرډول تیاري لري خویوشمیرکمبوتات لري خوهغه پدي معني نه دي چي ددوي پروړاندي دي یوه ننګونه وي .

په هلمندکي دټاکنودکمسیون ترڅنګ امنیتي مسولین هم پوره ډاډورکوي که ټاکني دوهم پړاته ولاړي سي  دوي پدي ولایت کي پوره امنیتي تبدابیرنیولي اودتیرپشان به بیاهم ټاکني په امنیتي فضاکي پایته وره سوي





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر