۱۳۹۳ فروردین ۱۸, دوشنبه

هلمند:په ناامنیوکي دګاونډي هیوادونودلاس وهنوترڅنګ مافیايې کړي هم نه غواړي دلته پوره امن رامنځته سي.

راپور—۲۰۱۴—۴—۷-
دهلمندپه ناامنیوکي دګاونډي هیوادونودلاس وهنوترڅنګ مافیايې کړي هم نه غواړي دلته پوره امن رامنځته سي .
دهلمنددوالي مرستیال ددغه مطلب په څرګندولوسره زیاته وي په دي ولایت کي نه یوازي دوي دوسله والوطالبانوسره په جګړه بوخت دي بلکي دګاونډي هیوادنوواسخباراتي کړۍ هم نه غواړي پدي ولایت کي امنیت برکراره وي .
هغه زیاته وي که هم امنتي ځواکونه پیاوړي دي خوپه دغه برخه کي یه ولایتي اداره له یوډول ستونزوسره هم مخ کړې ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي مرستیال احمدمسعودبختوروايې په شمالي هلمندکي دناامنیولوي لامل پدي ولسوالیوکي دقاچاق وړونکوډيري مافیايي ګروپونه چتون لري چي دوي یه له پوره ننګونوسره مخ کړي دي .
هغه وايې نه یوازي شمالي هلمندله دغه رازستونزوسره مخ دي بلکي ددي ولایت په نوروسیموکي هم دوسله والوطالبانوسره دیادوکړیوپوره مالي مرسته په دي ولایت کي ناامني رامنځته کوي .

نوموړی په ټنګارسره وايې دګاونډي هیوادونواستخباراتي کړي ددي ولایت په ناامنیوکي لوي لاس لري اونه غواړي داولایت دي دهیواددنوروولایتوپشان امن اوسي .
هغه وايې په هلمندکي افغان امنیتي ځواکونه دیوڅووسله والوطالبانوسره نه بلکي دخپلوګاونډي هیوادونوداسختباراتي کړیوسره په جنګ جګړوبوخت دي .

دبختورپه خبره اوس هم دهلمندامنیتي ځواکونه داتوانايې لري چي ددي ولایت ټولي سیمي دوسله والواوګاونډي هیوادونوداستخباراتي کړیودهررازحملواودسیسوڅخه وه ساتي .
که څه هم ددي ولایت مسولین تل ددغه رازستونزوڅخه شکایت کوي خوتراوسه هم پدغه هکله هیڅ داسي مثبت ګام نه دي پورته سوي چي دمسولینودتشویشونترڅنګ دي ددي ولایت دیوشمیرولسوالیواوسیدونکي دي دناامنیوڅخه په امن کي وي اوس هم په لري پرتوسیموکي دجنګ جګړواومځکني ماینوښکارډیری وختونه ملکي وګړي وي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر