۱۳۹۳ فروردین ۲۸, پنجشنبه

هلمند : له دوهمې درجې ولایتونوله جملي څخه لومړۍ درجه ولایت ونومول سوو.

راپور-۱۸-۴-۲۰۱۴
هلمند له دوهمې درجې ولایتونوله جملي څخه لومړۍ درجه ولایت ونومول سوو.
ددي ولایت چارواكي وايي په دې وروستيوكې دو لسمشردځانگړي فرمان اود وزيرانوشورا دپریکړي لمخي نوموړى ولايت دلومړى درجه ولایتونوپه کتارکي ودرید.
ددوي په خبره اوس مهال له هره پلوه هغه امكانات چي دهیوادیوشمیرولایتونیولکه .کندهار.هرات .مزاراوننګرهارته ورکول کیږي هلمندبه هم له هغه جملي نه وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دولسمشردغه گام پورته کول دجمعې په شپه د هلمند د سلگونواوسيدونكواوچارواكولخوا د يوه جشن په نیولوپه كرزي لوبغالي كې ولمانځل سوچې د لمانځنې پرمهال د هلمند اوسيدونكوپخپلوويناوكې د دولت دغه گام وستايه اودمرکزي دولایت دلانوروپاملرنوغوښتنه يې هم وکړه .
هلمند والي محمد نعيم وايي دا چې هلمند په وروستيوكلونوكې په هره برخه كې د پام وړپرمختگونه كړي اوله بلې خوا ددې ولايت د خلكويوازنۍ غوښتنه هم دا وه چې ولسمشرورته ځانګړي پاملرنه وكړه اود يوه فرمان له مخې يې هلمند د لومړۍ درجه ولايت په نوم وه نومه وه .

دوالي په خبره په دغه برخه کي دوزيرانوشورا هم موافقه كړې اويوازې د ولسي جرگې تصويب ته اړتيا سته چي دغه چاره به هم په نږدوراتلونکوورځوکي به بشپړه سي .
د نوموړي په وينا چې اوس مهال ددې ولايت نادعلي اوناوه ولسوالۍ لومړى درجه،گرمسيراوگرشك دوهمه درجه گڼل كيږي ،مارجه اونوميش هغه ولسوالۍ دي چي لااوس هم درسمي كيدوپه تمه دي.

هلمند چې د هيواد په لويديځ كې پراخه كرنيزولايت دى د چارواكوپه وينا پراخوالى يې د هيواد لس سلنه برخه جوړوي خواوس هم ډيری وختونه دمرکزي دولت دنه پاملرني له وجي په بیلابیلوبرخوکي ډیری ستونزي موجودي وي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر