۱۳۹۳ اردیبهشت ۱, دوشنبه

په هلمند كې د وسله والوطالبانو تش په نوم والي دپولیسوپه یوه کمین ووژل سو.

 راپور-۲۱-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې د وسله والوطالبانو تش په نوم والي دپولیسوپه یوه کمین ووژل سو.
چارواکي وايې د وسله والوطالبانولخوا د كندهارولایت نومول سوي والي دوې ورځې وړاندې ددې ولايت په ګرمسير ولسوالۍ كې د پوليسود يوه نیول سوي كمين پرمهال دڅونورو وسله والوطالبانوسره ووژل سو.
دچارواکوپه خبره له وژل سوي كس سره په تړاو ۸ تنه شكمن كسان هم نيول سوي هم دي چې اوس مهال تري پلټني دوام لري .
نورحال دهلمندولایت څخه زمووږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى د دوشنبې په ورځ خبريالانوته وويل د ډاكترعبدالواسع په نوم د وسله والوطالبانولخوا د كندهارولایت لپاره نومول سوي والي په دې وروستيوكې ددي ولایت گرمسيرولسوالۍ ته تللي ووچي دوى يې په اړه معلومات ترلاسه اود يوه جوړسوي پلان له مخې يې په نوموړي باندې عمليات ترسره كړل چي په پایله کي یه نوموړى له څوتنووسله والوطالبانوسره ووژل سواواته تنه له هغه سره د تړاوپه تورژوندي هم ونيول سول .

دهغه په خبره پدغه عملياتوكې يوپوليس وژل سوى اودرى تنه نورهم ټپيان سوي دي
قوماندان زیاته وي ډاكترعبدالواسع د كندهارد پنجوايي ولسوالۍ اصلي اوسيدونكى دى اواوس مهال دپاکستان د كوټې دښارپه كچلاك سيمه كې هستوگنه کوي .
چارواکي وايې دوسله والوطالبانووژل سوي والي اصلي نوم قاري عبدالحميد دى چي مستعارنوم يې ډاكترعبدالواسع اوپه همدغه نامه مشهوروو.

خووسله والوطالبانوتراوسه هم د نوموړي د وژل كيدوپه اړه څه نه دي ويلي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر