۱۳۹۳ فروردین ۱۷, یکشنبه

هلمند:دټاكنوپرمهال يوپوليس اوشپږتنه وسله وال طالبان وژل سوي او۱۴ ملكي وگړي ټپيان سوي هم دي.

راپور-۶-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې تیره ورځ د ټاكنوپرمهال يوپوليس اوشپږتنه وسله وال طالبان وژل سوي او۱۴ ملكي وگړي ټپيان سوي هم دي
ددي ولایت امنيتي مسؤلين وايي كه څه هم وسله والوطالبانوپه ځينوسيموكې د ټاكنود گډوډولوپوره هڅې ترسره كړې خودامنیتي ځواکونولخوايې پرخپل وخت مخه نيول سول .
په همدې حال كې په دې ولايت كې د ټاكنود خپلواك كمسيون ځاي چارواکي وايې دټاکنوبهیربیله کومي ننګوني پایته ورسیدي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند امنيتي مسؤلينود شنبې په ورځ ناوخته په يوه گډه خبري ناسته كې خبریالانوته وويل  وسله والوطالبانوپوره هڅه وكړه  په سنگين،گرشك اومارجې ولسواليوكې د ټاكنوبهيرله امنیتي ستونزوسره مخ كړي خوزیاته وي دامنیتي ځواکونولخوا يې جوړسوي پلانونه شنډې اوپه نتیجه کي یه يې شپږتنه وسله وال طالبان اویوپوليس ووژل سو.

بل پلوپه لښكرگاه كې د ايمرايجنسي روغتون سرچينې وايي له نوزاد،گرشك اوسنگين ولسواليوڅخه دوى ته ۱۴ تنه ملكي وگړي راوړل سوي چې د وسله والوطالبانوپه توغندیزبريدونوكې ټپيان سوي دي.
په یاده خبري ناسته کي دهلمند د ټاكنود خپلواك كمسيون ځاي مسؤل قدرت الله نقشبندي وايي په هلمند كې د ټاكنوبهيرپه عادي ډول پرمخ تللى اوهیڅ داسي کومه ستونزه نده رامنځته سوي چي هغه دي دتشویش وړوي .

د نوموړي په وينا چې د ټولومركزونورايې شميرل سوې د منظمې پروسې له لارې به يې پايلې په نږدې راتلونكي كې مركزته وليږدول سي اوله هغه ځاى څخه به د رسنيوپه واکي وراونشرته وسپارل سي .

دهلمندپه مرکزاوولسوالیوکي په ۲۱ مرکزونوکي ۱۲۷۹۲رایه دډاکتراشرغني احمدزي . په ټول هملمندکي دښځود۴۱ محلونوڅخه ۹۱۱۱ رايې ګل اغاشیرزی . دهلمندپه مارجي اونادعلي ولسوالیوکي په۲۹ مرکزونوکي  ۲۰۰۰ رايه استادعبدالرب رسول سیاف.خودډاکټرزلمي رسول دځاي دفترمسولین وايې دوي اوس مهال هیڅ ډول معلومات درسنیوسره پدي خاطرنه شریکه وي څونیهايې پریکړه نه وي معلومه سوي .سوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر