۱۳۹۳ فروردین ۱۳, چهارشنبه

هلمند :دووشمالي ولسواليوته د ټاكنولوجستيكي موادورسیدل .

راپور-۲-۴-۲۰۱۴
د هلمند دووشمالي ولسواليوته د ټاكنولوجستيكي موادورسیدل .
امنيتي چارواكي وايي اوس مهال ددې ولايت نوروولسواليوته هم دیادوتوکودليږدولولړۍ روانه ده اوپه دې برخه كې پراته خنډونه هم لمنځه تللي دي .
د هلمند شمالي ولسوالۍ هغه سيمې دي چې كابوترې هره ورځ د نا امنيواو وسله والونښتوشاهدي وي ،
امنیتي چارواکي په هلمندکي دټاکنولپاره دهرډول امنیت دساتلوډاډورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت امنیه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى د چهارشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته كې وويل د ټاكنولپاره يې د لوجستيكي توكود ليږدولولړۍ یه د سه شنبې په ورځ ددي ولایت دناامنوولسوالیونوزاداوموسي کلاڅخه راپیل کړه چي یادوولسوالیوته بیله کومي امنیتي ستونزي ورسیدل .
هغه زیاته وي په تیره دوره کي دټاکنواړونده مواددهواله لاري شمالي هلمندته لیږدول کیدل داچي امنیتي ستونزي اوس مهال شتون نلري نودځمکي له لاري به ټول مواوولیږدوي .

دنوموړي په وینادټاکنودلاښه امنیت دساتلوپه موخه يې لاله وړاندي په کلیواولي اوښاري سیموکي پوره هڅي راپیل کړي ترڅوخلک په ډاډه زړه دټاکنوپه ورځ بیله کومي امنیتي پیښي درايې اچوني مرکزونوته ولاړاودخپلي خوښي وړنوماندته رایه ورکړي .

که څه هم په ټاکنوکي دپولیسودلاس لروڅخه خلک اندیښنه لري خوباقي زوي ټنګه ژمنه کوي چي پولیس به ناپیلي وي اودهیڅ یوه نوماندپه ګټه به کارنکوي بلكې يوازې به امنيتي دنده پرمخ وړي .

دا په داسې حال كې ده چې څوورځې مخکي ددي ولایت یوشمیرمدني بنسټونوپه شمالي ولسواليوكې دټاکنوپروړاندي یه ناامني .په دغه پروسه کي پراخي  درغلي هغه پراته لوي خنډونه وبلل چي یاده پروسه به له پوره ننګونه سره مخ کړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر