۱۳۹۳ فروردین ۲۸, پنجشنبه

هلمند : د كجكي د بريښنا پربند د دريم توربين د نصب چارې تر۲۰۱۵ ميلادي كال ترپايه بشپړې سي.

راپور-۱۷-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې به د كجكي د بريښنا پربند د دريم توربين د نصب چارې تر۲۰۱۵  ميلادي كال ترپايه بشپړې سي.
چارواكي په داسې حال كې ددغه توربین دجوړویدوخبره کوي چې په وينايې ياده سوې پروژه د امريكا د متحده ايالاتولخوا پيل سوې خوله ولایتي اداري سره د لگښت اوپه نوروبرخوکي هم هيڅ ډول معلومات له دوي سره واکي نسته چي دغه کارکیداسي اداري فسادته پراخه زمینه برابرهم کړي 
دوى همدا رازوايي چې په دې پروژه كې به د كجكي د بريښنا ټول سيستم له سره وه رغول سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمند والي محمد نعيم د پنجشنبې په ورځ خبريالانوته وويل د كجكي د بريښنا دبند د دريم توربين چارې اوس مهال د امريكا متحده ايالاتودپوځي برخي په مالي مرسته پيل سوې چې نه يوازې ياد سوى توربين نصبوي بلكې له كجكي څخه ترلښكرگاه پورې د بريښنا مزى اوسب سټیشنونه هم له سره رغول كيږي چې دغه کاربه د۲۰۱۵ میلادي کال ترپایه بشپړسي .

د نوموړي په وينا ددې پروژې په بشپړيدوسره به د كجكي د بريښنا ظرفيت له ۳۲ میګاوټ نه ۵۲ ميگاواټوته لوړسي چي دهلمند اوكندهارولايتونه به د بريښنا له شته ستونزوڅخه خلاص اوسي .
هغه وايې ددي پروژي دقرارداداوپه نوروبرخوکي ولایتي اداره پدي هکله هیڅ ډول معلومات نلري اودوي دامهال دبريښنا شركت څخه غوښتي چې د امريكا يي چارواكوڅخه ددې پروژې په اړه دوى ته پوره معلومات وركړي ترڅوپه راتلونکوکي نه یوازي داداري فسادمخه نیول سوي وي بلکي به دیادي پروژي ټول مالي لګښت معلوم اوپرخپل وخت به يې دچاروڅخه ښه څارنه هم ترسره کړل سي .

د يادونې وړده چې كجكي ولسوالۍ ته ياد سوى توربين شاوخوا اوه كاله وړاندې په خوراستونزمنوحالاتوكې وليږدول سوخود نصب چارې يې د بيلابيلولاملونوله مخي وځنډول سوي خواوس مهال يې یوځل بیاقرارداددنامعلولګښتونوله مخي ترسره سوي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر