۱۳۹۳ اردیبهشت ۷, یکشنبه

هلمند: دثور۷ دافغانانولپاره یوه ترټولوبده اویوه کرغیړنه ورځ وه .

 
راپور—۲۰۱۴—۴—۲۷--
دثور۷ دافغانانولپاره یوه ترټولوبده اویوه کرغیړنه ورځ وه .
دغه څرګندوني په هلمندکي یوشمیرمجاهدینودیوي غونډي دجوړه ولوپرمهال وکړي اوزیاته يې کړه پدي ورځ دافغانستان په ملیونونوانسانانوخپل ژوندله لاسه وکړاویاهم ددي ورځي له امله ډیری افغانان دګاونډي هیوادونودظللمونومیلمانه سوله ،
دوي همدارازپرافغان دولت هم ږغ وکړچي دجهاداومقاومت پرمهال دمعیبوسوکسانوکورنیوغړوته دي کلکه پاملرنه وکړي ترڅوشته ستونزوڅخه په امن کي وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د۱۳۵۳ کال دثورپر۷ دروسي سرولښکرودخپلوداخلي همکارانوپه مټ پرافغان خاوره دتیري په موخه حمله وکړه چي په زرګونه افغانان ووژل سول اوددي ترڅنګ په زرګونه يې بی کوره معیوبین اوپه همدغه ډول وګاونډي هیوادونوته کډه کولوته اړسوله .
دغه ورځ په هلمندکي دمجاهدینوله لوري دیوي غونډي برمهال په کلکوټکوسره وغندل سول اوپرافغان دولت يې ږغ وکړچي اوس هم په دولت کي یوشمیرهغه کسان شتون لري چي دافغانانوپه وینویه لاسونه سره دي نه داچي دقانون منګلوته سپارل سوي دي بلکي ورته په لويوپستونکي دندي هم ورکول سوي دي

دوي همدارازغوښتنه کوي چي دولت دي مجاهدین له پامه نه غورځوي همدامجاهدین وه چي نه یوازي یه افغانستان ته خپلواکي ورکړه بلکي دلویې روسي له خیټي هم ډيری ملکونوخپله ازادي ترلاسه کړه .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر