۱۳۹۳ فروردین ۱۴, پنجشنبه

هلمند: دتیرودومیاشتوپه اوږدوکي چاڼیزوعملیاتودټاکنولپاره پوره زمینه برابره کړي ده .

راپور---۲۰۱۴ —۴—۳--
په هلمندکي دتیرودومیاشتوپه اوږدوکي چاڼیزوعملیاتودټاکنولپاره پوره زمینه برابره کړي ده .
ددي ولایت د۲۱۵ میوندقول اوردوچارواکي وايې دنوروامنیتي ځواکونوسره يې په ګډه ددي ولایت دمرکزترڅنګ په ولسوالیوکي دبریالي علمیاتودپایته رسیدوسره سم يې درایه وروکونکولپاره يې ټولي هغه منیتي ستونزي لمنځه وړي دي مخکي موجودي وي .
دوي زیاته وي دهلمندپنځونوروولسوالیوته هم دمځکي له لاري دټاکنواړونده موادپه ډاډمنه امنیتي فضاکي رسول سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندولایت کي د۲۱۵ میوندقول اوردومرستیال بریدجنرال غلام فاروق پرواني وايې ددي ولایت دمرکزترڅنګ يې په ولسوالیوکي هم دراتلونکوټولټاکنولپاره په ګډه سره پراخ چاڼیزعملیات کړي چي اوس مهال دوي دهیڅ ډول امنیتي ستونزي سره ندي مخ سوي .
دده په خبره دهلمندپنځونوروولسوالیوته يې هم دمځکي له لاري دټاکنواړونده موادپه پوره امنیتي فضاکي دولسوالیوترمرکزونه رسولي دي .

هغه زیاته وي دوي پوره اماده ګي لري ترڅوپه دي ولایت کي راتلونکي ټولټاکني بیله کوموامنیتي پیښوپایته ورسوي 
پرواني وايې که په کومه سیمه اوولسوالیوکي وسله وال طالبان دامنیت دګډوډي لپاره هڅه وکړي دوي هم پرخپل وخت پوره اماده ګي لري څوډیرژردهغي سیمي امنیت کابواودخلکولپاره داريې ورکولوزمینه برابره کړي .

داپداسي حال کي چي دوه ورځي وړاندي هم دهلمندشمالي ولسوالیونوزاد اوموسي کلاته دټاکنواړونده مواددمځکي له لاري ترټاکل سویوځایونوپوري دچارواکوپه خبره بیله کومي امنتیي يښي وه رسول سول .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر