۱۳۹۳ فروردین ۱۸, دوشنبه

هلمند ; یوازي له دوولسواليوپرته د رايوټول صندوقونه مرکزلښکرګاه ته ليږدول سوي دي

راپور-۷-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې یوازي له دوولسواليوپرته د رايوټول صندوقونه مرکزلښکرګاه ته ليږدول سوي دي
ددي ولایت دټاكنود خپلواك كمسيون ځاي مسؤلين وايي دصندقونود ليږد پروسه بيله كومې ستونزې پایته رسیدلي ولي یوزاي ددوو ولسواليوصندوقونه نه ليږدول سوي چي  ډيرژربه هغه هم لښكرگاه ښارته راوړل سي .
بلخوابیاپه هلمند كې د شكايتونود كمسيون كمشنروايي تردې مهاله په دې ولايت كې لسگونه شكايتونه ثبت دوي له ځانه سره ثبت کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د ټاكنود خپلواك كمسيون مشرقدرت الله نقشبندي وايي دنوزاد اوموسى كلا ولسواليود رايوصندوقونه د بارانونوداوریدواودراغليوسيلابونوله امله ځنډيدلي چې ښايي د دوشنبې په ورځ یادصندوقنه مرکزته ولیږدول سي اودنوروټولوولسواليوڅخه درايې صندقونه ترمرکزه رسول سوي دي .
هغه وايې دصندقونودلیږپرمهال له کومي ستونزي سره ندي مخ سوي خوزیاته وي يوازې له كجكي اوسنگين ولسواليوڅخه د هوا له لارې ليږدول سوي درى صندقونه دالوتكې دناستي پرمهال تیزبادهغه غورځولي اواریې لمنځه تللي دي  چي یاده موضوع يې له مركزسره شريكه كړې هم ده.

که څه هم پدي ولایت کي دتیروټاکنوپه پرتله خلکوونډه کمه وه خونقشنبدي وايې دخلکوپراخ ګډون دښه امنیت رامنځته کول ددي لامل سوچي دلته خلکوخپله رایه وه کاره وله .
بل پلو په دې ولايت كې د شكايتونود كمسيون كمشنررحيم گل علي خيل وايي تردې مهاله په دې ولايت كې ۴۰ شكايتونه له دوي سره ثبت سوي دي چي دگوتوپه شمير د دولتي مسؤلينود لاس وهنواوپاتې نورد ټاكنود خپلواك كمسيون د كاركوونكود نه مسلكيتوب اودیوشمیرناظرينود لاس وهنوپه برخه كې هم ثبت سوي دي.

دابه داسي حال کي ده چي په ټول هلمندکي دټاکنودخپلواک کمیسون دچارواکوپه ویناپنځ نیم لکه درايې اچوني کارتونه ویشل سوي دي چي اوس مهال یوازي شاوخوایولک کسانوپه تیروټاکنوکي برخه اخیستي ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر