۱۳۹۳ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

هلمند: دخاصوپولیسولپاره نوي ودانۍ جوړه اوګټي احستني ته وسپارل سول .

 
راپور-۱۵-۴-۲۰۱۴
دامنیتي ځواکونولپاره دپرمختللوتاسیساتوجوړول ددوي پرکارونومثبت اغیزدرلودلای سي .
دغه څرګندوني په هلمندولایت کي امنیتي مسولینوپه داسي حال کي په ډاګه کړي چي دسه شنبي په ورځ ددي ولایت په مرکزکي دچټك غبرگون د قطعې لپاره نويې ودانۍ جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل سوه.
پرهمدي مهال دكورنيوچارو وزارت د ځانگړځواكونومسؤلين وايي ددوي ځواکونوپه دي ولایت کي دامنيت  برخه كې ځانگړى رول لوبولى دى.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دافغانستان دکورنیوچارودوزارت دځانګړیوقطعاتولوي ریس پاسوال اسدالله شيرزاد وايي دهیوادپه ټولوولايتونوکي د دوى ځانگړې قطعې شتون لري اود امنيت د ټينگښت په برخه كې يې اغيزناك گامونه پورته كړي .
نوموړي ډاډورکړاوس افغانۍ ځواکونه داتوانايې لري چي دهیوادپه لري پرتوسیموکي هم ددي خاوري ددوښمنانوته غاښ ماته وونکي جواب ورکړي .
 شیرزاددهلمندپرقومي مشرانوږغ وکړترڅودخپلوټولوامنیتي ځواکونوسره په هره برخه کي پوره مرسته وکړي .

دکورنیوچارووزارت دخاصوقطعاتولوي ریس وايي په هلمند كې هم د دوۍ قطعې ته هغه ځانگړې وسلې اوتجهيزات وركول سوي څووه کولای سي ددي ولایت اوسیدونکوته پوره امنیت رامنځته کړي .
پرهمدي مهال د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وايي په هلمند كې د پوليسواونوروامنيتي ځواكونولپاره نويې اوپرمختللې تاسیسات جوړول ددې لامل سوچې په هره برخه كې دپولیسووړتيالوړه اوپرخپل وخت يې د وسله والومخالفينوبیلابیل پلانونه شنډ كړي هم دي.
د نوموړي په وينادسه شنبې په ورځ هم په لښكرگاه كې د پوليسود چټك غبرگون د قطعې لپاره نوي ودانۍ چي ديوه كال په موده كې دامريكا د متحده ايالاتوپه مالي مرسته د څه باندې پنځه مليونه امريكايي ډالروپه لگښت چې ۱۹ بلاكونه لري جوړه اوگټې اخيستنې ته وسپارل سول.

د نوموړي په وينا په دې ودانۍ كې د ښځينه پوليسولپاره هم ځانگړي ځايونه شتون لري چي ټولې آسانتياوې یه په پام کي نیولي سوي دي
داپداسي حال کي ده چي وړاندي تردي هم دپولیسودحیماوي کنډک ودانۍ دامریکادمتحده ایالانوپه مالي مرسته د۲۳ میلیونه امریکايې ډالروپه لګښت جوړه اوګټي اخستني سپارل سوي ده .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر