خبر-۲۶-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې د وسله والوطالبانوپه خپل منځي نښته كې د
دوى يوقوماندان ووژل سوي .
د هلمند د والي وياند عمرځواك وايي ياده سوې پيښه ددې ولايت د
نادعلي ولسوالۍ په عصمت بازارسيمه كې د جمعې د ماښام د لمانځه پرمهال رامنځ ته سوې چې په پايله كې يې د
ملاجانان په نوم د وسله والوطالبانويوتن قوماندان له يوملگري سره وژل سوى دى.
هغه وايي ملاجانان په دې وروستيوكې د بگرام له زندان
څخه خوسي
شوى واووروسته يې د كوټې له شورا څخه د نادعلي ولسوالۍ د امنيه قوماندان تش په نوم نومول سوي وو.
خوپه دې اړه تراوسه وسله والوطالبانوڅه نه
دي ويلي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر