۱۳۹۳ فروردین ۲۷, چهارشنبه

هلمند : د ۱۴ محلونورايې له سره یوځل بيا وشميرل سي.

راپور-۱۶-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې به د ۱۴ محلونورايې له سره یوځل بيا وشميرل سي.
دټاكنود خپلواك كمسيون ځايي مسؤلين وايي درایودشمیرلولړۍ یه ددوهم ځل لپاره د مركزپه هدايت بيا پيل كړې ترڅوهغه انديښنې ليرې كړل سي چې د دوى لخوا ورباندې شك موجودوو.
دکمیسون دچارواکوپه وینا درایودشمیرولړۍ یه د سه شنبې په ورځ راپیل کړي چې تردې مهاله ددې رايې شميرنې په پايلوكې كوم د پام وړبدلون نه دى راغلى.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند ولایت د ټاكنود خپلواك كمسيون ځايي مسؤل قدرت الله نقشبندي وايي د مركزي دفترپه هدايت يې ددي ولايت د ۱۴ محلونورايې چې د ځينونوماندانود ناظرينولخوا ورباندې شك كيده اويا يې هم په اړه خپلواك كمسيون اود شكايتونوكمسيون انديښنې درلودې د بيا شميرلولړۍ له سره راپيل كړه.
د نوموړي په وينا تردې مهاله په دې رايې شمیرنه كې د پام وړبدلون نه دى رامنځ ته سوى اوپايلې یه هم هغه ډول روانې دي چې وړاندې په مركزونوكې شميرل سوې دي.

نقشبندي وايې دمعلوماتوله مخې په دې ولايت كې ټاكنې د نوروولايتونوپه پرتله له هره پلوه ډاډمنې ترسره سوې اوفكرنه كوي چې درغليوڅرك دي وليدل سي اويوازې ځينې تخنيكي نيمگړتياوې ليدل سوي چې په بيا شميرلوسره به هغه هم له منځه یووړل سي .

دا په داسې حال كې ده چې دا لړۍ د ټاكنود خپلواك كمسيون په لارښوونه د هيواد په ځينونورولايتونوكې هم دځینومحلونودرایوشمیرنه له سره راپیل کړي چي اوس مهال دوام لري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر