۱۳۹۳ فروردین ۲۵, دوشنبه

هلمند : په نږدې راتلونكو كې به د صنعتي فابريكود جوړوني چارې راپيل سي.

راپور-۱۴-۴-۲۰۱۴
په هلمند كې به په نږدې راتلونكي كې د صنعتي فابريكود جوړوني چارې راپيل سي.
په دې ولايت كې د آيسا دادارې مسؤلين وايي دا مهال لسگونوسوداگروته د فابريكود جوړولوفورمې وركول سوي اوځينويې اسنادونه هم یاداي اداري ته سپارلي چې په نږدې راتلونكي كې به ددې فابريكود جوړولوچارې هم په ځانګړي سیمه کي راپيل ګړي .
بلخواچارواکي وايې په دې برخه كې پراته اداري خنډونه هم هوارسوي اود صنعتي فابريكواړوند ځمكه د ايسا ادارې په واك كې وركول سوي ده .
نورحال دهلمندڅځه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د افغانستان د پانگې اچونې د ملاتړادارې یاایساځايي مسؤل فضل عمراجمل وايي په لښكرگاه كې د صنعتي پاركونولپاره دوې سيمې ځانگړې سوې چې يوه ساحه يې ۳۳ هكتاره اوبله يې په بولان سيمه كې ۱۵۰۰ جريبه ځمكې په پام كې نيول سوې ده .
هغه وايي په دواړوساحوكې د وركول سوي پلان له مخې ۶۰۰ فابريكې په بيلابيلوبرخوكې په پام كې نيول سوې دي چې ۶۹ سوداگرودوى ته غوښتن ليكونه سپارلي او۳۱پانګه والوته يې فوري هم ورکړي دي .

هغه وايي په بولان سيمه كې ۶۰ سلنه ځمكه د ځينوكسانولخوا غصب سوې اوولایتي ادارې دوى ته ډاډ وركړى چې ياده ځمكه به دغاصیبونوله منګلوخلاصه اوددوي په واکي ورکړي .
بلخوادهلمند د والي وياند عمرځواك وايي په اداري برخوكې د يادوسويوپاركونوټولې ستونزې هوارې سوې اوپه نږدې راتلونكي كې به د يوشميرفابريكود جوړولوچارې هم پيل سي.

د نوموړي په وينا چې په يادوسويوپاركونوكې نه يوازې د كرنيزومحصولاتود پروسس د فابريكولپاره ځاي ورکول سوي بلكې په نوروبرخوكې هم ځمكه ځانگړې سوې ده .
په هلمندکي دمځکوغصب که څه هم نوي خبره نه ده خوچارواکي وايې دوي به دصنعتي پارک لپاره ځانګړي سوي سیمه دغاصبینوله منګلوخلاصه وي څودفابریکودجوړوني په برخه کي پرتوستونزوته دپاي ټکي کښیښودل سي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر