۱۳۹۳ تیر ۸, یکشنبه

دګرمسیرولسوال: که دخانشین اوګرمسیرولسوالیودامنیتي مسولینوترمنځ همږغي غښتلي نسي ننګوني به وزیږه وي .

راپور۲۹-۶-۲۰۱۴
دهلمندپه جنوب کي دګرمسیرولسوالۍ مسولین وايې که دامنیتي ځواکونوترمنځ همږغي غښتلي نسي امنیتي ننګوني به وزیږه وي .
دګرمسیرولسوال وايې اوس مهال دخانشین اوګرمسیرولسوالیوترمنځ سیمه کي وسله وال مخالیفن دځاي پرځاي کیدوهڅي کوي ،هغه دامنیتي ځوواکونوپرکلکي همږغي ټنګارکوي اوزیاته وي که دګرمسیرولسوالۍ ناامنه سي جنوبي ولسوالۍ به ټولي له پوره امنیتي ګواښ سره مخ سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردار محمد سروري راکوي .
دهلمندپه جنوب کې دګاونډي هیوادپاکستان سره پرپوله دپرتي ګرمسیرولسوالۍ ولسوال ایوب عمرعمري وايې دګرمسیراوخانشین ولسواليوترمنځ دوزیرابادسیمه اوس مهال بي سرنویشته پاته ده اوپه دغه برخه کي ددواړو ولسوالیودامنیتي ځواکونوترمنځ کلکي همږغي ته پوره اړیتالیدل کیږي اودم ګړی دوسله والوخوځښتونه هم په یاده سیمه کي ترسترګوکیږي .
ولسوال اندیښنه لري که یاده سیمه همداسي پاته وي لري نه دي چي وسله وال به  پکي ځالي جوړي اویادي دوي ولسوالۍ به له پوره امنیتي ننګونوسره هم مخ کړي .

نوموړي اوس مهال دګرمسیرولسوالۍ دامنیتي ځواکونوهڅي وستایلي چي په یاده ولسوالۍ کې یه دوسله والوطالبانوهرډول خوځښتونه لمنځه وړي.
ولسوال وايې که یادي سیمي ته پوره پاملرنه ونسي نوله امله يې په گرمسيركې نا امنۍ زياتيږي اود گرمسيرنا امنۍ ددې ولايت ټولوجنوبي ولسواليوته د سنگين په شان امنيتي گواښونه رامنځته کولای سي .
هڅه مووكړه چې په دې اړه د ولايت د مقام نظرهم له ځانه سره ولروخوله پوره هڅوسره سره بیاهم پدي ونه توانیدو.

د گرمسيرولسوالۍ مسؤلين په داسې حال كې ددغوانديښنوڅخه خبرورکوي چې دوه ورځې وړاندې هم شاوخوا شلووسله والوطالبانوپه دوه رنجرموټروكې چې د سرحدي پوليسوجامې يې په تن وې د نوموړې ولسوالۍ دخواجه ابادپه سیمه کي یه پرامنيتي پوسته وسله وال بريد وكړچې دیوه پولیسواووسله وال دوژل کیدوترڅنګ یوپولیس هم ټپي سو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر