۱۳۹۳ خرداد ۲۳, جمعه

هلمند:۸۰۰ ملي پولیس دټاکني دورځي دښه امنیت په موخه په منتظره حالت کي قرارلري .

راپورـــ۲۰۱۴—۶—۱۳--
۸۰۰ ملي پولیس دټاکني دورځي دښه امنیت په موخه په منتظره حالت کي قرارلري .
دهلمندچارواکي وايې دوي پوره امادګي نیولي ترڅودسباورځي دغه برخلیک ټاکوونکي ورځ بیله کومي امنیتي پیښي پایته وره سوي .
دوي له هلمندي اوسیدونکوڅخه هم غوښتنه وکړه چي دامنیت په ساتلوکي ورسره دپوره مرستي ترڅنګ راووځي اوخپله رایه بیله کومه امنیتي ډاره وکاره وي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي محمدنعیم دجمعي په ورځ دملي پولیسودهغه ۸۰۰ کسیزي ځانګړي قطعي څخه چي دسباورځي دهرډول امنیتي پیښو دمخنیوي لپاره دتیارسی په حال که ده دلیدني پرمهال وویل زه پوره ډاډه یمه چي دټاکنوورځ به بیله کومي امنیتي پیښي داولس اوامنیتي ځواکونوپه پوره میړانه سره سرته وره سیږي .
هغه وايې لکه څنګه چي په لومړي پړاوټاکنوکي پدي ولایت کي دهرډول امنیتي پیښومخه نیول سوي وه په دوهم پړاوکي به هم نه یوازي دامنیتي ستونزومخه نیول سوي وي بلکي به هیچاته هم داحق ورنکړي چي په درغليولاس پورکړي .

نوموړي یوځل بیاهم داژمنه وکړه که کوم دولتي کس په ټاکنوکي لاس وهنه اویاهم دکوم نوماندپه ګټه کاروکړي پرهم هغه مهال به يې  له دندي ګوښه کړي .
په ورته وخت کي دهلمندامنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی هم هلمندي اولس ته دامنیتي ستونزودلري کولوپه موخه پوره ډاډورکړ.
هغه وايې دوي دسباورځي لپاره خاص اوځانګړي امنیتي پلانونه دنوروامنیتي ارګانونوسره ترلاس لاندي لري چي دټاکنوورځ به دهرډول امنیتي ننګونوڅخه خوندي وي .

امنیه قوماندان هم په تاکنوکي دپولیسودهرازلاسوهنودمخنیوي څخه خبرورکړ.

یاده دي وي چي پدي ولایت کي دلومړي پړاودټاکنوپرمهال هم داسي خاصه کومه امنیتي ستزنزه اویاهم په ټاکنوکي ددولتي چارواکودلاس وهني اویاهم ددرغلیوکولوخبرونه دورکول سوي داچي دسباروځي ټاکني به هم دتیرپشان دهررازنیمګړتیاوپرته ترسره کړل سي یوازي دڅوساعتونووروسته خبره ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر