۱۳۹۳ خرداد ۲۶, دوشنبه

په هلمند كې د تيرپه پرتله نيمايي اوسيدونكوپه دوهم پړاوټاكنوكې برخه درلوده .

راپور-۱۶-۶-۲۰۱۴
په هلمند كې د تيرپه پرتله نيمايي اوسيدونكوپه دوهم پړاوټاكنوكې برخه درلوده .
ددي ولایت د ټاكنود خپلواك كمیسيون چارواکي وايې دا ځل د ولايتي شورا د نوماندانونه شتون ښايي ددې كمې ونډې لوى لامل وي.
دوى همدا راززیاته وي چې تردې مهاله ددې ولايت له اتوولسواليوڅخه د رايوصندوقونه مركزرسیدلي دي اودپاته څلوروولسوالیودرایوصندقونه به دورځي ترپایه ورسیږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند د ټاكنود خپلواك كمسيون ځايي مسؤل قدرت الله نقشبندي وايي په لومړي پړاوټاكنوكې ددي ولایت شاوخوا ۱۲۵ زره اوسيدونكوبرخه اخيسته وه خوپه دوهم پړاوټاكنوكې دا شميره لږ وه ښايي ده ۶۰ څخه تر۷۰  زرو كسانوپوري ورسیږي .
هغه وايې دخلکودکمي ونډي اخیستلولوي لاملونه په ځينوسيموكې نا امني، د ولايتي شورا د نوماندانونشتون اوپه دوهم پړاوټاکنوکي دولسمشرۍ ددوونوماندانود تبليغاتي کمپاینونوسوړوالي په دوهم پړاوټاكنوكې د خلكوگډون پوره كم رنگه كړى دى.

دنوموړي په ویناتراوسه د ۸ ولسوالیوڅخه درایوصندوقونه مرکزته رسیدلي ولي دڅلوروشمالي ولسوالیوسنګین . موسي کلا. کجکي . اونوزادولسوالیوڅخه درایوصندقونه نه دي رسیدلي خوزیاته وي چي دورځي ترپایه به هغه هم مرکزته ورسیږي .
خوپرهمدي مهال ددي ولایت دټاكنود شكايتونود كمسيون مشررحيم گل علي خيل وايي تردې مهاله يوازې ۷ شكايتونه ورته رسيدلي چې د مامورينو،سيمه ايزوپوليسود قوماندان اود نوماندانود كمپاين كوونكولخوا د درغليوله امله ثبت سوي دي.
دنوموړي په وینایوشمیرشکایتونه دټلیفون له لاري سوي دي

دی زیاته وي دشپي تر۱۲ بجووخت ورکول سوي چي ښایې نورشکایتونه به هم ثبت کړل سي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر