۱۳۹۳ خرداد ۱۴, چهارشنبه

هلمند:سرحدي پولیس به دګاونډي هیوادونوسره پرګډوپولوپه صفري نقطوکي ځاي پرځاي سي .

راپور-۴-۶-۲۰۱۴
سرحدي پولیس به دګاونډي هیوادونوسره پرګډوپولوپه صفري نقطوکي ځاي پرځاي سي .
په هلمندولایت کي دسرحدي پولیسوچارواکي وايې دکورنیوچارودوزارت په لارښوونه به له پاكستان اوايران سره پر گډو پولوپه هلمنداونیمروزولایتونوکي سرحدي ځواکونه به له دي امله ځاي پرځاي کړل سي چي څوله ګاونډي هیوادونوڅخه ترهګرپرافغان ځواکونودحملوکلومخه يې نیولي وي .
خوچارواکي پدغه برخه کي دښځینه سرحدي پولیسوپه دنده دګمارلوڅخه خبرهم ورکوي .
نورحال هلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
په هلمندولایت کي دسرحدي پولیسو۶۰۴ زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمودمحمودوايې دکورنیوچارودوزارت په لارښونه به دهلمنداونیمروزولایتونوپه صفري نقطوکي به ډیرژرسرحدي پولیس ځاي پرځاي کړل سي .
هغه وايې په همدغه سیموکي دافغان سرحدي پولیسودپوستودنشتون له وجي یوشمیرننګوني وي چي دیادوسرتیروپه ځاي پرځاي کولوسره به لمنځه یوړل سي.

د نوموړي په وينا تردې مهاله د دوى په ليكوكې ښځينه پوليسوشتون نه درلود خواوس مهال يې يوشميرښځينه پخپلوليكوكې شاملې كړې چې ترمسلكي روزنې لاندې دي
دده په خبره چي ددي ګام په پورته کولوسره به ددوهم پړاوټاکنوته هم پوره زمینه برابره سي .
پرهمدي مهال دیادزون یوشمیرافسران وايې دخلکوپوره همکاري له ځانه سره لري چي دامهال په سرحدي سیموکي امنیتي ستونزي راکمي سوي دي .

دغه افسران هم دنورولوړپوړوچارواکوپه خبره لویه ننګونه يې دمځکني ماینونوده چي په دغه برخه کي پوره مرستوته اړتیالري .

هلمندپه جنوب کي له ګاونډي هیوادپاکستان سره شاوخوا ۲۰۰  کلیومتره اوږده پوله لري چي ددي ولایت اوسیدونکي یه ناامني دوسله والوطالبانوپرمخ دیادي پولي خلاسول په ګوته کوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر