۱۳۹۳ تیر ۶, جمعه

دسنګین اوسیدونکي : دسنګین ولسوالۍ په روانه جګړه کي وسله وال طالبان ملكي کسان په نښه كوي.

راپور-۲۷-۶-۲۰۱۴
دسنګین ولسوالۍ په روانه جګړه کي وسله وال طالبان ملكي کسان په نښه كوي.
دغه څرګندونې دیادي ولسوالۍ اوسیدونکي په ډاکه کوي کوم چي دوي ورځي وړاندي یه له سیمي څخه پښي سپکي کړي اودکورنۍ غړي یه هم په جکړه کي وژل سوي اویاهم ټپي سوي دي .
دوي هم په سنګین ولسوالۍ کي دجګړي داساسي حل غوښتنه کوي .
په همدې حال كې ددې ولايت امنيتي مسؤلين وايي چې دا مهال سيمې د دولتي ځواكونوتركنټرول لاندې دي اوپه چاڼيزوعملياتويې پیل کړي دي ..
نورحال هملندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکي وايې دجگړې په لومړۍ اودوهمه ورځ وسله والوطالبانودوى ته له خپلوكورونوڅخه د وتلوامروكړچي دوي نه منې نوپه دريمه ورځ يې وسلوال كورونوته ورغلي اوپه ملكي خلكويې ډزې كړې دي چي پرمهال لسگونه ملكي وگړوته مرگ ژوبله اوښتې اود جگړې په سختيدوسره يې له سيمې څخه پښې سپكې كړې .

دوي زیاته وي سنګین هرکال ددي ډول جګړوشاهدوي خوغوښتنه کوي چي ددي ولسوالۍ امنیت دي پوره پاملرنه وسي اوخلک دي له پرتوستونزوڅخه وژغوري .
په ورته وخت کي دهلمندامنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوی وايې که څه هم مخامخ جګړه په یاده ولسوالۍ کي پایته رسیدلي ده خوزیاته وي وسله والوطالبانوته يې درنه مرګ ژوبله هم اړه ولي ده .
قوماندان وايې وسله وال له هغوسیمونه پشاسوي دي چې څوورځې وړاندې يې په ولكه كې وي .

نوموړي وايې وسله والودخلکوداستوګني په کورونوکي په پراخه کچه ماینونه ځای پرځاي کړي دي اوامنیتي ځواکونه هڅه کوي چي ټول شنډواملکي کسانوته دژوندکولوزمینه برابره کړي .

دا په داسې حال كې ده چې د پنجشنبې په ورځ هم د سنگين ولسوالۍ يوشميراوسيدونكورسنيوته وویل په سنګین ولسوالۍ کي مخ پټي وسله وال هم ليدل سوي دي چې په ملكي مرگ ژوبله كې عملا لاس لري.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر