۱۳۹۳ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د هلمند شمالي ولسواليوته د ټاكنواړوند ټول لوجستيكي موواداودکارکوونکود ليږد لړۍ پيل سوه

راپور-۱۰-۶-۲۰۱۴
د هلمند شمالي ولسواليوته د ټاكنواړوند ټول لوجستيكي موواداودکارکوونکود ليږد لړۍ پيل سوه
چارواکي وايې لومړۍ دڅلورونا امنوولسواليولوجستيكي توكي اود ټاكنود پروسې اړوند مامورين هم د امنيتي ځواكونوله لوري ولیږدول سول .
چارواکوهمدارازپه دوهم پړاوټاکنوکي دیوي ځانګړي قطعي  دجوړیدوڅخه هم خبرورکوي چي یادځواکونه به دمرکزترڅنګ په لسوالیوکي هم په ټاکنوکي دهرډول ستونزي دمخنیوي په موخه په دنده ګمارل سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دسه شنبي په ورځ دهلمندناامنه شمالي څلوروولسوالیوته دټاکنواړوندټول لوجستکي مواداومامورین دافغان امنیتي ځواکونوپه مرسته دمځکي له لاري ولیږدول سول .
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وايي ددې ولايت دسنگين،موسى كلا،كجكي اونوزاد ولسواليووروسته به دهلمندنوروولسوالیوته هم دټاکنواوړندموادولیږدول سي چي ددوهم پړاوټاكنويوه ورځ مخكې به د لښكرگاه ښاراړوند د رايې اچونې مركزونوته هم ياد سوي توكي وره سوي .

د نوموړي په وينا ددوهم پړاوټاكنود ښه ترسره كيدوپه موخه يې يوه سل كسيزه منتظره قطعه هم جوړكړې چې ورسره شل رنجر،لس زغروال موټراومجهزې وسلې هم په واك كې وركول سوې دي چې د ټاكنوپه ورځ به د اړتيا پرمهال په عجله توګه دمرستي کولولپاره ورودانګي .
چارواکي یوځل بیاپه ټاکنودهرډول ناامنیودلري کولواوپه دغه برخه کي دپولیسودهرازلاسوهنودمخنیوي څخه هم خبرورکوي .

که څه هم چارواکي دټاکنودپروسي لپاره دهرډول امنیت دراویستلوډاډورکوي خودهواپه تودیدوسره په ځینولري پرتوسیموکي دوسله والونښتواوجنګ جګړوخبرونه هم ورکول کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر