۱۳۹۳ خرداد ۱۵, پنجشنبه

وسله والوطالبانوپه هلمند كې د دوهم پړاوټاكنود گډوډولولپاره خپلي لیکي پیاوړي کړي دي .

راپور-۶-۶-۲۰۱۴
وسله والوطالبانوپه هلمند كې د دوهم پړاوټاكنود گډوډولولپاره خپلي لیکي پیاوړي کړي دي .
دغه ټکی ددي ولایت دملي امنیت دریاست چارواکوپه هغه غونډه كې څرګندکړچي ددفاع کورنیواوامنیت ملي لوپوړوچاورکوهم ګډون درلود.
دهلمنددملي امنیت ریس وايې پدي ولایت کي دوسله والوطالبانوسلگونه ډلې چې شميري  زرګونوكسانوته رسيږي پدي ولایت کي عملا له افغان ځواكونوسره په جگړه كې ښكيل دي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
دهلمندولایت دملي امنیت ریس تورن جنرال محمد نعيم مؤمن په غه غونډه کي وويل وسله والوطالبانود دوهم پړاوټاكنود گډوډولوپه موخه په خپلوتشكيلاتوكې په پراخه كچه بدلونونه راوستلي چې په دې لړكې يې د ولايتونولپاره واليان،امنيه قوماندانان اوولسوالان هم بدل كړي دي.
هغه وايي دا مهال په هلمند كې د وسله والوطالبانو۵۵۰ ډلې شتون لري چې په ټوليزډول يې ۸۷۴۰ تنه وسله وال طالبان په وسلوسمبال اوعملا له امنيتي ځواكونوسره په جگړه كې ښكيل دي ترڅوراروانې ټاكنې له پوره امنیتي ګواښونوسره مخامخ کړي .

دهلمنددامنیتي حالاتودارزوني په موخه راغلي پلاوي مشردکورنیوچارودوزارت امنيتي مرستیال سترپاسوال محمد ايوب سالنگي وايي په لومړي پړاوټاكنوكې هم وسله والوطالبانوپه خپل توان هڅه وكړه چي دټاكنوپروسه له خنډونوسره مخ كړي ولي بريالي نه سوله
خوزیاته وي په دوهم پړاوکي هم ټولوامنيتي ځواكونوپه گډه سره پوره چمتوالى نیولي اودټاکنوامنیت به په بشپړه توګه خوندي كړي.

نوموړي د امنیتي ځواکونوترمنځ پرکلکي همږغي ټنګاروکړاوغوښتنه يې وکړه چي په ټاکنوکي دي امنیتي کسان دهرډول لاسوهنوڅخه په کلکه ډه وکړي .

ددي ولايت امنيتي چارواکي په داسې حال كې د وسله والوطالبانودفعاليتونوپه اړه پوره انديښنې ښي چې دوهم پړاوټاكنوته یوازي دګوتوپه شمارورځي پاته دي 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر