۱۳۹۳ خرداد ۲۱, چهارشنبه

په هلمند كې د وسله والوطالبانوترمنځ په زیاته کچه اختلافات راپورته سوي دي.

راپور-۱۱-۶-۲۰۱۴
په هلمند كې د وسله والوطالبانوترمنځ په زیاته کچه اختلافات راپورته سوي دي.
هلمندوالي دسه شنبي په ورځ ناوخته دیوي ګډي خبري ناستي پرمهال چي امنیتي مسولینوهم ګډون درلودددیادي خبري څخه یادونه وکړه.
هغه په دوهم پړاوټاکنوکي پرته له بهرنیوځواکونودمرستي دهرډول امنیتي تیدابیرودنیول کیدوخبرهم ورکړ.
پرهمدي مهال امنیتي مسولینوپدي ولایت کي دبیلابیلونښتوپرمهال وسله والوطالبانوته ددرني مرګ ژوبلي داړه ولوادعاهم وکړي  .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
هلمندوالي محمد نعیم په دغه خبري ناسته کي وویل داچي په لومړي پړاوټاکنوکي دوسله والوطالبانودهررازحملومخه ونیول سول نوپرهمدي اساس اوس مهال ددوي په لیکوکي په پراخه کچه اختلافات رامنځته سوي دي چي دډیری سیمولپاره يې بیلابیل مسولین هم ټاکلي دي ترڅوددوهم پړاټاکني له امنیتي ګواښونوسره مخ کړي .
والي وايې دوي هم پوره امادګي لري ترڅوددوهم پړاټاکني بیله کومي امنیتي پیښي اوپرته ددبهرنیوځواکونودمرستي به دغه پروسه پایته وره سوي .

په خبري ناسته کي دنوروامنیتي ځواکونوترڅنګ دهلمندامنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوي وویل په همدي ورځ په سنګین اونهرسراج ولسوالیوکي دمخامخ جګړي پرمهال ۳۶ تنه وسله وال طالبان وژل سوي چي دلومړنیومعلوماتولمخي په وژل سوکسانوکي دهلمندلپاره دوسله والوطالبانوټاکل سوي والي هم وژل سوي دي .
بلخواپدي ولایت کي ۶۰۴ سرحدي زون اداري مرستیال سمونوال محمدمعروف بابکرخیل وايې په همدي ورځ سرحدي پولیسوپه دیشوولسوالۍ کي دپیل سوعملیاتوپرمهال ددوقوماندانانوپه ګډون څلورتنه وسله وال طالبان دوسلواومهماتوسره نیولي دي .

په هلمندکي دټاکنودورځي په رانږدي کیدوسره دوسله والوطالبانواوامنیتي ځواکونوترمنځ جنګ جکړوخورازوراخستی دي دچارواکوپه خبره پدي ورځوکي وسله والوطالبانوته درنه مرګ ژوبله هم اوښتي ده .

خووسله والوطالبانوتردي دمه پدي اړه څه ندي ویلي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر