۱۳۹۳ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

هلمند;ملي پولیس په دوهم پړاوټاکنوکي هم پوره اماده ګي لري .

راپور-۳-۶-۲۰۱۴
دهلمندملي پولیس په دوهم پړاوټاکنوکي هم پوره اماده ګي لري .
دغه څرګندوني دسي  شبنبي په ورځ ددي ولایت امنیتي مسولینوپه هغه غونډه کي وکړي چي دکورنیوچارودوزارت دجنایي جرمونوپروړاندي دمبارزي دکشف مسولینودراتګ په موخه جوړه سوي وه
ددغي اداري چارواکوکه څه هم دپولیسوپه لیکوکي داصلاحاتودراتلوخبرورکړخوزیاته وي اوس مهال هم ځیني ننګوني یه پروړاندي شتون نلري
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وویل نه یوازي په مرکزبلکي په ولسواليواوليرې پرتوكليوالوسيموكې يې هم ددوهم پړاوټاكنولپاره بشپړچمتوالى نيولى اودا مهال يې د نوروامنيتي ځواكونوسره په گډه په ځينوسيموكې چاڼيزعمليات راشروع کړي .
خوپه ورته وخت کي د كورنيوچارووزارت د جنايي جرمونوپه وړاندې د مبارزې عمومي رياست اړوند د كشف رئيس مل پاسوال عبدالجبارپردلي وويل دهيواد د نوروولايتونوپه پرتله په هلمند كې د پوليسوپه وړتياوكې د پام وړښه والى راغلى ولي هغه زیاته وي اوس مهال دپوليسوپر وړاندې يوشميرننگونې هم شتون لري خونوموړي دغه ستونزي په ګوته نکړي .


نوموړی که څه هم روان د۲۰۱۴ کال دافغانستان لپاره ښه بولي خوزیاته وي پدغه کال ډیردرانه مسولیتونه دافغان ځواکونوپروړاندي سته چي په سمه توګه يې پرمخ یوسي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر