۱۳۹۳ تیر ۲, دوشنبه

دهلمندپه نوزاداوسنګین ولسوالیوکي یوځل بیاپه پراخه کچه درني جګړي راپیل سوي دي .

راپور—۲۰۱۴—۶—۲۳—
دهلمندپه نوزاداوسنګین ولسوالیوکي یوځل بیاپه پراخه کچه درني جګړي راپیل سوي دي .
چارواکي وايې تراوسه پدي جګړه کي دواړوخواته درنه مرګ ژوبله هم اوښتي ده خوزیاته وي دوي یه دیوه منظم پلان لمخي دعملیاتولپاره تیاری نیسي .
ویل کیږي پدي جګړه کي چي اوس هم دوام لري ملکي کسانوته هم پکي مرژوبله اوښتي ده .
خوددي ولسوالۍ  دټولینزي شورامشروايې ډیری سیمي وسله والوطالبانوترولیکي لاندي راغلي کیداسي ډیرژرسنګین ولسوالۍ دسقوط سره مخ سي.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه نوزاداوسنګین ولسوالیوکي دتیرودریوورځوراهیسي درني جګړي دوام لري .
ددي ولسوالۍ دټولینزي شوراریس ښادي خان وايې دسنګین ولسوالۍ ډيری سیمي اوس مهال دوسله والوطالبانوپه ولکه کي دي .هغه وايې تراوسه پدي ولسوالۍ کي ۳۵ ملکي کسان وژل سوي اوتر۴۵ زیات ټپیان سوي هم دي خوزیاته وي داهغه کسان دي چي دجنګ دسیمي څخه راایستل سوي دي .
هغه وايې اوس هم ډيری سیمي دطالبانوپه خپل واکي اخستي دي ولي زیاته وي که دامنیتي ځواکونودغه ډول کمزوري وي ډيرژربه سنګین ولسوالي سقوط وکړي .

دسنګین ولسوالۍ مرکزته نږدي په دوه کلومتري کي دجنګ له امله دلاري دبندیدوله وجي موکرۍ ورځ دلته تیره کړه هره خوادلوۍ اووړومرمیوشلک ووپه دغه ځای کي ملکي کسان هم سته خوهلمندوالي محمدنعیم په سیمه کي شمشماتلویزیون ته وویل په نوازداوسنګین ولسوالیوکي وسله والوطالبانوپه پراخه کچه حملوته زورورکړی .
هغه وايې دوسله والوطالبانوشمیرتر۸۰۰ سوه زیات دي اودوي هڅه کوي چي سنګین ولسوالۍ ترخپلي ولکي لاندي راولي .

دوالي په خبره تراوسه پدي جګړه کي ۱۳ پولیس  ۸ دملي اردوسرتیري وژل سوي او ۱۶ پولیس ټپي سوي هم دي خووالي زیاته وي دمرګ ژوبلي شمیره تردي هم لوړه ده خودکره شمیرپه اړه يې څه نه وايې .
هغه وايې ده ملي دفاع اوکورنیوچاروله وزیرانوسره يې هم خبري کړي چي ددواړوولسوالیودساتلولپاره به په سیمه کي چاڼیزعملیات وکړي .

چارواکي وايې تراوسه په دواړولسوالیوکي ۲۴ وسله وال طالبان وژل سوي ۸ ټپیان دي اویوه اندازه وسلي اوموهیمات هم دامنیتي ځواکونولاسته ورغلي دي .
خووسله وال طالبان دولتي لوریته ددرني مرګ ژوبلي داړه ولوادعاکوي .
دهلمندپه شمال کي سنګین ترټولویوه له ناامه ولسوالیوڅخه شمیرل کیږي چي تیرکال هم پرهمدي مهال دشپږومیاشتولپاره ددرني جګړي شاهده وه خوویل کیږي داځل جګړه دتیرپه پرتله ډیره قوي ده چي تراو سه يې ډیری سیمي وسله والوطالبانوترخپلي ولکي لاندي راویستلي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر