۱۳۹۳ خرداد ۱۱, یکشنبه

امریکابه دافغان ملي پولیسوسره دمرستوپه دوام په دغه برخه کي خپله پاملرنه نوره هم ډیره کړي.

راپور-۱-۶-۲۰۱۴
دامریکامتحده ایالات به دافغان ملي پولیسوسره دمرستوپه دوام  په دغه برخه کي خپله پاملرنه نوره هم ډیره کړي.
دهلمندامنیتي چارواکي وايې په سهيل لويدیځ زون كې د ايساف ځواكونوعمومي قوماندان په لښكرگاه كې د پوليسوله بيلابيلومركزونوڅخه ترلیدني وروسته امنیتي مسولینوته پردغه مرستوټګاروکړ.
دوي زیاته وي غواړي دغه چاري دافغانستان د كورنيوچارووزارت له لوري پرمخ یوسي په کومه برخه کي چي افغان ملي پولیس له ستونزوسره مخ وي .
په اړه يې نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي.
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اركانحرب عبدالقيوم باقي زوى وايي په سهيل لويديځ زون كې د ايساف ځواكونوعمومي قوماندان بريد جنرال ډانیل يودشنبې په ورځ په لښكرگاه كې د ملي پوليسوله حمايوي كنډك،روزنيزمركزاونوروبيلابيلوبرخوڅخه په دې موخه ليدنه وكړه چې دامریکادولت غواړي د كورنيوچارووزارت په چوکاټ کي دافغان ملي پوليسواړتياوته پوره پاملرنه وكړي.
هغه وايې دغه ګام وروسته له هغه پورته سوکله چي په لومړي پړاوټاکنوکي ملي پولیسوپه پوره میړانه له یادي پوروسي څخه ساتنه وکړه اودوسله والوډیری هغه پلانونه چي دټاکنودامنیت دخراب والي په موخه جوړسوي وه هم شنډکړله .

دنوموړي په ویناملي پولیس اوس مهال داړتیاوړټول تجهزات په واکي اوکه پدغه برخه کي دکومي  ستونزي سره مخامخ سي دکورنیوچاردوزارت له لوري به یه پوره مرسته کیږي اوس مهال ددوي وړتیاوي هم دتیرپه پرتله لوړي سوي دي چي دخلکوهمکاري هم له ځانه سره لري .

که څه هم دامهال دهلمندله ټولوولسوالیوڅخه بهرني ځواکونه وتلي دي ولي دوي به په هرډول حالاتوکي دافغان امنیتي ځواکونومرستي ته وروه دانګي چي دامهال امنیتي چاري یوازي دافغان سرتیروپه ولکه کي دي خوبیاهم په شمالي هلمندکي كابوهره ورځ افغان سرتیري له وسله والوطالبانوسره په وسله والونښتواوجگړوكې راښكيل دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر