۱۳۹۳ خرداد ۱۵, پنجشنبه

هلمند:دقانون په ماتولوکي ددولتي چارواکوترڅنګ زورواکي هم راښکیل دي .

راپور-۵-۶-۲۰۱۴
په هلمندکي دقانون په ماتولوکي ددولتي چارواکوترڅنګ زورواکي هم راښکیل دي .
په هلمندکي دبشري حقونود خپلواك كمسيون ځايي مسؤلينوپه افغانستان كې ددې كمسيون د ۱۲ كليزې د لمانځ غونډې پرمهال له یادوخبروڅخه پرده پورته کړه .
دوي زیاته وي دتیرپشان پدي ولایت کي دقانون څخه سرغړونکي زیات سوي دي چي پکي دامنیتي مسولینواودولتي چارواکي ترڅنګ زوارکي هم لوي لاس لري .
خوامنیتي چارواکي بیادغه ادعا نه مني.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دبشري حقونودخپلواک کمیسیون ځاي مسول محمد بلال صديقي وايې له شاوخواپنځوکلونوراهیسي پدي ولایت کې نوموړی كمیسيون فعاليت کوي خولاهم دوى نه دي توانیدلي چې له قانون څخه د سرغړونوكوکچه راټيټه كړي.
د نوموړي په وينا اوس هم په دې ولايت كې په پراخه کچه له قانون څخه سرغړونې ترسره كيږي چې ډيرى وختونه ددولتي چارواکوامنیتي مسولینوترڅنګ یوشمیرزورواكولخوا چې په دولت كې ترډيره ننوتي هم دي قانون ماتوي .

نوموړي ددغي ستونزي دډیروالي علت په ځینوسیموکي ناامني په ګوته کوي خوزیاته وي دامنيت نشتون  له قانون څخه سرغړولوته پوره زمنیه برابره کړي ده .
هڅه مووکړه چي په دي اړه دولایت نظرهم له ځانه سره ولروله پوره هڅوسره سره پدي ونه توانیدوخوددي ولایت امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوي دغه ادعاردوي اودادکمیسیون دمسولینو شخصي نظربولي .
که څه هم دبشري حقون خپلواک کمیسیون ددغه ډول کړنوڅخه په واوروارپرده پورته کړي خوتراوسه هم کوم دولتي اویاهم زورواکي ته دقانون ترپښولاندي کولوله امله قانوني سزانه ده ورکول سوي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر