۱۳۹۳ تیر ۵, پنجشنبه

په هلمندکي درواني جګړي رهبري دپاکستان دای ایس ای افسران پرمخ وړي .

راپور۲۰۱۴—۶—۲۶—
په هلمندکي درواني جګړي رهبري دپاکستان دای ایس ای افسران پرمخ وړي .
دغه ټکی دهلمندوالي دپنجشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کي په ډاګه کړ،هغه وايې دپاکستان استخباراتي اداره دکوټي دشوراپه مرسته په سیمه کي دناامنیولپاره لمنه وهي ترڅوله دغه سیمي نه ګاونډي ولایتونوته هم ناامني وغځوي .
خوبلخوابیاددي والسوالۍ اوسیدونکي په سیمه کي دمخ پټووسلوالوطالبانودپیداکیدوخبرورکوي اوزیاته وي تراوسه يې ډیری ملکي کسان وژلي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي درواني جګړي رهبري دپاکستان داستخباراتي اداري ای ایس ای افسران اوپه کوټه کي دوسله والوطالباودشورالخواپرمخ وړل کیږي .
دهلمندوالي محمدنعیم دپنچشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کي خبریالانوته وویل روانه جګړه یوه سازمانددهي جکړه ده هغه تورپوري کړچي دګاونډي هیواداستخباراتي اداره درواني جګړي رهبري په غاړه لري اوغواړي ددغهوسیمودناامنیوترڅنګ ګاونډي ولایتونوته هم ناامني وغځوي .

که څه هم دیادي جګړي څخه شپږورځي تیريږي اوتراوسه هم دبیځایه سووزرګونوکورنیوسره هیڅ رازمرسته نه ده ترسره سوي خوالي وايې ولسمشرده پڼخه میلیونه نغدي افغانیومرسته کړي چي ډیرژربه يې پراړوکورنیووویشي .
په ورته وخت کي دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکي په سیمه کي دمخ  پټووسله والویاهم نکاب پوشانودپیداکیدوڅخه خبرورکوي دوي وایې تراوسه يې په سیمه کي ډیری ملکي کسان ښځي اوماشومان هم وژلي دي اودیادي جګړي رهبري هم په سیمه کي ددوي اوپنجابي وسله والوپه ولکه کي ده .

دوي وايې اوس هم په سیمه کي جګړه روانه ده اوداسي خاص پرمختګ نه دي رامنځته سوي خوپرمرکزي دولت ژغ کوي چي دجګړي دژرپایته رسیدوترڅنګ که  دبیځایه سوکورنیوسره هم پوره مرستي ونه کړي ډیری کسان به خپل ژوند له لاسه ورکړي .
دهلمندپه شمال کي درواني جګړي دپاکستان داستخباراتي اداري ای  ایس ای دافسرانوپنجابي اومخ پټووسله والوطالبانورهبري کولونوي اندیښني راپیداکړي دي .
خوچارواکي وايې دوي په شمالي هلمندکي اوس امنیتي ستونزي راکمي کړي دي اوپوره هڅه کوي چي له ټول شمالي هلمندڅخه دجګړي لمنه ټوله کړي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر