۱۳۹۳ خرداد ۲۸, چهارشنبه

په هلمندکي دقانون دنه پلي کولوله امله دماشومانوژوندله بیلابیلوګواښونوسره مخ دی .

راپور-۱۸-۶-۲۰۱۴
په هلمندکي دقانون دنه پلي کولوله امله دماشومانوژوندله بیلابیلوګواښونوسره مخ دی .
دبشري حقونودخپلوک کمیسیون ولایتي مسول وايې اوس مهال هم  په هلمند كې ماشومانوباندې جنسي تيری،درانه كارونه اوبچه بازي هغه ستونزې دي چې دماشومانوژونديې له ننګونوسره مخ کړي دي . دوي ددغه ستونزولوي لامل دعامه پوهاوي د كچې ټيټوالى،ناوړه دودونه اود قانون نه پلي کول په ګوته کوي .
خودغه ستونزي هم چارواکي مني اوزیاته وي دمخنیوي لپاره يې هلي ځلي پیل کړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
په هلمندکي دبشري حقونودخپلواک کمیسیون ځاي مسول محمدبلال صدیقي وايې تیرکال دناامنوله امله پدي ولایت کي  ۴۰ ماشومان ووژل سول او ۵۰ نورټپیان سوي دي
هغه وايې په ماشومانوجنسي تیری . درانه کارونه کول .اوبچه بازي هغه لوي ستونزي دي چي ماشومان يې دله ګڼوستونزوسره مخامخ کیدوترڅنګ له خپلوحقونوڅخه هم بي برخي دي .
صدیقي وايې تيركال له دوى سره د ماشومانوپه وړاندې د تاوتريخوالي ۳۰ قضيې ثبت سوې وي چې دوى اړونده ادداروته سپارلي دي.

دنوموړي په وینادوي به دغه برخه کي سلګونه کسانوته دعامه پوهاوي  بیلابیلوپروګرامونه ورکول سوي دي خووايې لاهم ډيره اړتیاسته .
په هلمندکي دکاراوڼولینزوچاروريس محمدنادرنوزادوال یادي ستونزي ټولي مني خووايې دمخنیوي لپاره پوره هلي ځلي راپیل کړي دي
دنوموړي په ونیااوس مهال له دوي سره ۱۲۰ تنه هغه ماشومان چي مورپلاريې دجنګونوله امله وژل سوي دي اودامهال هیڅ سرپرست هم نلري له دوي سره په روزنتون کي ترروزنې لاندې دي .

هغه وايې ددي ستونزولوي لامل دعامه پوهاوي دکچي ټیټوالی دی چي پدي برخه کي څنګه چي لاظمه وه هغه ډول کارنه دي ترسره سوی .
په دي ولایت کي یوازي ماشومان نه دي چي دقانون لمخي دي دورکول سوی حق څخه برخمن وي بلکي دوښځوپروړاندي تاونریخوالی هم یوله هغه پرتوستونزوڅخه شمیرل کیږي چي تراوسه ورته پوره پاملرنه نه ترسترګوکیږي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر