۱۳۹۳ تیر ۴, چهارشنبه

د هلمند د سنگين ولسوالۍ سربیره د جگړې لمنه دري نورولسواليوته هم وه غځیدله .

راپور-۲۵-۶-۲۰۱۴
د هلمند د سنگين ولسوالۍ سربیره د جگړې لمنه دري نورولسواليوته هم وه غځیدله .
چارواکي وايې دجګړې په سيمه كې د كوكنارود ترلاسه سويوحاصلاتود قاچاق لپاره زمينه برابرول اود هيواد شمالي سيموته دلارې خلاصول په گوته كوي.
ددوي په خبره سنگين د كندهارله يوشميرسيموسره گډې پولې لري چې وسله والوله هغه سيموڅخه خپل اكمالات كړي چې اوس مهال دهلمند په څلوروشمالي ولسواليوكې تهاجمي بريدونه راپیل سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک دچهارشنبې په ورځ په يوه ګډه خبري ناسته كې وويل وسله والوطالبانودسنګین ترڅنګ پردریونوروولسوالیولکه موسي کلا. نوزاد. اوکجکي کي هم بریدونه پیل کړي ترڅوڅلورسره ولسوالۍ ترخپلي ولکي لاندي راولي اودغه سیمي دیوه قوي مرکزپه توګه وکاروي .
هغه پدغه جګړه کي مافیايې کړي ښکیلي وبللي اوزیاته کړه چي سیمي ته نوراضافي ځواکونه هم رسیدلي چي اوس مهال دوسله والوسره په جګړه کي راښکیل دي .

نوموړي که څه هم دتازه مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل خوزیاته يې کړه وسله والودکندهاردغورک ولسوالۍ له لاري خپل پوره اکمالات هم کړي دي .
په دغه خبري ناسته کي دولایتي شورامنشي عطاالله افغان اومدني فعال سردارمحمد همدرد ددي جګړي لوي لامل دهلمندپه شمالي سیموکي دکوکناروراټول سوي حاصلات  په ګوته کوي
ددوي په خبره وسله وال اوافیايې کړۍ هڅه کوي چي دیادجګړي نه په استفاده نشه یې توکي په اساني سره قاچاق اونوروسیموته يې ولیږدوي .
دوي شمالي ولسوالۍ ستراتژيكې سيمې وبللې اوله دولت څخه يې داوږدمهال لپاره دمنظموپلانونودجوړیدواوعملي کولوغوښتنه وکړه .

که څه هم درواني جګړي پنځمه ورځ ده خوویل کیږي تراوسه ملکي کسانوته ډیره مرګ ژوبله اوښتي ده چارواکي دیادي مرګ ژوبلي پړه پروسله والوطالبانواچوي خوله سیمي څخه ځايې اوسیدونکي بیاملکي مرګ ژوبله نه یوازي دامنیتي ځواکونودهوانونوبلکي دکورونوپه دروازوکي دوسله والوطالبانودځای پرځای سويو ماینونوله امله هم یاده وي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر