راپور-۷-۶-۲۰۱۴
په هلمند كې اوس هم یوشمیركړۍ دخبريالانوپه وړاندې
ستونزې رامنځ ته كوي.
دغه څرګندونې پدي ولایت کي يوشميرخبريالانود
شنبې په ورځ د شهيد عبدالصمد روحاني د شپږم تلين په لمانځ غونډه كې په ډاگه كړې.
دوي وايې اوس هم ځیني مافيايي
كړي هڅه کوي چې
په دې ولايت كې د خبريالانوفعاليتونه ترپوښتنې لاندې راولي اوپه دې ډول د حقايقود
راپورته كولومخه ونيسي.
خوپرهمدي مهال
یوشمیراوسیدونکوله خبريالانوسره د هرډول همكارى ډاډ
وركړ.
نورحال
دهملمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په دغه غونډه کي خبريالانووويل
نه يوازې دا مهال دولتي چارواكي ورسره د معلوماتوپه شريكولوكې پوره همكاري نه دي کړي بلكې اوس هم ځينې كسان د
مافيايي كړيوپه لارښوونه اولمسون د خبريالانوپه وړاندې خنډونه رامنځ ته كوي اوهڅه کوي هغه حقايق چې دا
مهال په دې ولايت كې سته د
شخصي گټوپه خاطرپرې پرده واچول
سي .
په غونډه كې د هلمند امنيه قوماندان اوسرپرست والي
پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وويل نه يوازې به د وژل سوي خبريال عبدالصمد
روحاني دوسيه يوځل بيا راپورته كوي بلكې په هره برخه كې د خبريالانوسره دمرستي کولوډاډهم ورکړ.
نوموړي هم دهلمند
له اوسيدونكوڅخه غوښتنه وکړه چې كره اوريښتيني معلومات له خبريالانوسره شريك
كړي اوهغه كړيوته اجازه ورنه كړي چې د خبريالانوپروړاندې ستونزې رامنځ ته
كړي .
د يادونې وړده چې عبدالصمد روحاني شپږكاله وړاندې په
لښكرګاه ښاركې د نامعلوموكسانولخوا ترتښتونې وروسته ووژل سوچې تراوسه یه هم دوژنې انگيزه نه ده معلومه سوي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر