۱۳۹۳ تیر ۳, سه‌شنبه

دهلمنددسنګین ولسوالۍ په روانه جګړه کي ددواړخواو ۲۸۵ کسانوته مرګ ژوبله اوښتي .

 
راپور----۲۰۱۴—۶---۲۴—
دهلمنددسنګین ولسوالۍ په روانه جګړه کي ددواړخواو ۲۸۵ کسانوته مرګ ژوبله اوښتي .
دهلمندامینه قوماندان دسیمي څخه دټلیفون پرکرښه شمشادتلویزیون ته وویل په ځینوسیموکي لااوس هم وسله وال حاکم دي خودوي یه پروړاندي عملیات راپیل کړي ترڅوټولي سیمي ترامنیتي پوښښ لاندي راسي .
خوددي ولسوالۍ دټولینزي شورامشربیادامنیتي چارواکوخبري نه مني هغه واېې اوس هم په سیمه کي درنه جګړه دوام لري اودوي دپوره ستونزوسره مخامخ دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددسنیګین ولسوالۍ جګړه پنځمي ورځي ته هم ورننه وتل اوس هم ددي ولسوالۍ ډيری سیمي دوسله والوطالبانوسره په واکي دي
دهلمندامنیه قوماندا پاسوال عبدالقیوم باقي زوی دټلیفون پرکرښه شمشادتلویزیون ته وویل دپولیسواوملي اردوله لوري په سیمه کي پراخ عملیات پیل سوي اوتردامهاله يې دسنګین لښکرګاه اوسنګین کجکي لوي لاري خلاصي کړي دي
دقوماندان په خبره تراوسه ۳۵ امنیتي کسانوته مرګ ژوبله اوښتي ده ولي زیاته وي دوسله والوطالبانو۱۰۰ کسان وژل سوي اوتر۱۵۰ زیات يې ټپي سوي هم دي .

نوموړي وايې اوس مهال دسنیګن ولسوالۍ جګړه دوي ترخپل کنټرول لاندي راویستي اوډیرژربه ټولي سیمي یوځل بیاترامنیتي واک لاندي راولي .
بلخوابیاددي ولسوالۍ دټولینزي شورامشرښادي خان دامنیه قوماندان خبري نه مني هغه وايې تراوسه کوم خاص عملیات په سیمه کي نه ترسره سوي اوس هم جګړه دوام لري .
ښادي خان دټلیفون پرکرښه وویل تر۴۵ زیات ملکي کسان وژل سوي ۶۵ نورټپیان سوي هم دي هغه وايې ۳۵۰۰ کورنۍ کډه سوي دي چي په دښتي سیمه کي  اوس مهال په سختوحالاتوکي شپي تیره وي.

نوموړي له ولایتي اداري ترڅنګ پرمرکزي دولت هم ږغ وکړچي دسنګین میشتوله سختوحالاتوڅخه دي ځان خبراوله دغه سره اوره دي ددوي ماشومان اوښځي وژغوري
خووسله والوطالبانوته دمرګ ژوبلي په اړه دوي څه نه دي ویلي ویلي ددي ډلي ویاندقاریوسف احمدي وايې دهلمندمارجي ولسوالۍ ته یه تیره شپه ددوي په زیات شمیروسله وال داخل سوي دي




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر