۱۳۹۳ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

هلمند:دډاکټرعبدالله پلویان دټاکنوپرکیسیون اودولتي چارواکوددرغلیوتورپوري کوي .

راپور-۱۷-۶-۲۰۱۴
په هلمنددکي دډاکټرعبدالله عبدالله پلویان دټاکنودخپلواک کیسیون پرځاي مسول اودولتي چارواکوددرغلیوتورپوري کوي .
دغوکسانودشنبي په ورځ خبریالانوته وویل په دوهم پړاوټاکنوکي په ځینوولسوالیوکي دډیرورایوکارول په ښکاره ډول سره دولتي چارواکولاس وهن اودوي په درغلیوتورنه وي .
خوددوي دادعاوکولوپراساس دولسوالیومسولینواودکمیسمیوچارواکودغه کاریوه دسیسه اوددوي شخصي نظربولي اوپه دغه برخه کي دهرډو اسنادودوړاندي کولوغوښتنه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په دوهم پړاوټاکنوکي په هلمندکي دډاکټرعبدالله عبدالله یوشمیرپلویان وايې دټاكنوپه ورځ په نادعلي،ناوې اوگرمسيرولسواليوكې نه يوازې له تمي خلاف رايې كارول سوې بلكې په ښكاره توګه يادوسويوولسواليوولسوالانو اوامنيتي مسؤلينوپه پراخه کچه درغلى كړې اوخلك يې هڅولي چې خپلې رايې د ډاكتراشرف غني احمدزي په گټه وکاره وي .
دوى همدا رازوايي  د خپلوادعاوپه اړه كره شواهد اوسندونه په لاس نه دي ورغلي اوددې ترڅنگ د ټاكنود خپلواك كمسيون رئيس داسې كسان د مامورينوپه توگه گمارلي چې هغوى د ټاكنوپه ورځ د يوه مشخص نوماند په گټه كاروکړي ولي زیاته وي په دي اړه يې خپل شکایتونه ثبت کړي دي .

خوپه دې اړه د نادعلي،ناوې اوگرمسيرولسواليومسؤلين دا ادعاوې په كلكه ردوي اووايي كه په دغه برخه كې كراه شواهد اوسندونه وړاندې سي دوى چمتودي چې پخپله خوښه دندې پريږدي اوځانونه عدلي ارگانونوته وسپاري ولي دغه کاریوه دسیسه بولي .
مسولین وايې داچي دوي دخپل نوماندنه دخلکودرايوپه بدل کي پیسي اخستي او خلکورایه په خپله خوښه کاره ولي ده اوس يې په  دغه ډول کړنولاس پوري کړ .
په ورته وخت کي دټاکنودخپلواک کمیسیون ځاي مسول قدرت الله نقشبندي پرځان لګول سوي تورونه په کلکه ردي وي اوزیاته وي چي دټاكنود بهيردښه څارنې لپاره ېې په دې ولايت كې ۱۹۴۰ تنه د ډاكترعبدالله ناظرينواو۱۳۴۲تنه د ډاكتراشرف غني احمدزي ناظرينوشتون درلود اوهرڅه يې له نږدې څارلي دي.

هغه وايي چې ادعا كوونكي داسې شواهد اوسناد نه لري چې د دوى ادعا ريښتينې كړي نوښه خبره داده چې د ټاكنوپه ورځ د خلكواوامنيتي ځواكونوسرښندنوته پوره درناوي وکړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر