۱۳۹۳ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

هلمند:يوشميراوسيدونكي وايي په د دوهم پړاوټاكنوکي دخلکودرایوپوره درناوی غواړو .

راپور-۱۷-۶-۲۰۱۴
د هلمند يوشميراوسيدونكي وايي په د دوهم پړاوټاكنوکي دخلکودرایوپوره درناوی غواړو .
ددي ولایت یوشمیراوسیدونکواوځوانانودسه شنبي په ورځ د يوې غونډې پرمهال وويل 
اوس مهال پوره هڅي راپیل سوي دي چي ټاكنې له درغليوډكې اوناسمي وه ښه يې
 خودوي ژمنه کي چي په هرډول حالاتوکي به دسرپه قربانۍ د خپلورايودفاع وکړي .
دوي همدارازددواړونوماندانوله پلویانوڅخه هم غوښتنه وکړه چي دخلکودرایوددرناوي ترڅنګ په لوي لاس ناخوالوته لمنه هم نه وهي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دغه اوسیدونکي وايې دټاکنوپه ورځ دهلمندزرګونه نراوښځي په خوراسختوستونزمنوحالاتوکي چي دمرګ ژوبلي له جدي ګواښونوسره هم مخ وه راووتل.
 اودخپلي خوښي وړنوماندته يې رایې وه کاره ولي خواوس مهال ځیني کړي دي چي دوالس رایوته په سپکه ګوري اوهڅه کوي چي یادي ټاکني ترپوښتني لاندي راولي .

دوي همدارازپه هلمندکي ددوهم پړاوټاکني له هراړخه رڼي بولي اودولسمشرۍ ددواړونوماندانوله پولویانوڅخه غواړي چي دخلکودرایوددرناوي ترڅنګ دي ورستیوپایلوته په طمه اودبریالۍ نوماندملاتړدي وکړي .

دوي وايې په بشپړډول به دخپلورايوڅخه دفاع كوي اوهيڅ چاته به اجازه ورنه كړي چې داولس درایوڅخه دي یوه سیاسي پلمه جوړه اودغورایوته دي بي احترامي وسي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر