۱۳۹۳ تیر ۷, شنبه

دسنګین ولسوالۍ اوسیدونکي :د هلمند د سنگين ولسوالۍ جگړه اتمې ورځې ته هم وغځيده .

راپور-۲۸-۶-۲۰۱۴
د هلمند د سنگين ولسوالۍ جگړه اتمې ورځې ته هم وغځيده .
دهلمنددوالي وياند وايي دهلمند په شمالي دريوولسواليوكې دا مهال جگړه تریوبریده پاى ته رسيدلې اوپه سنگين ولسوالۍ كې لاهم امنیتي ستونزې شتون لري .
هغه وايې دیادي جگړي په ترڅ شاوخوا ۳۰۰ ملكي وگړوته مرگ ژوبله اوښتې ده،
خوبلخوابیاددي ولسوالۍ اوسیدونکي وايې اوس هم په نوموړې ولسوالۍ کي جگړه په شدت سره دوام لري نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وايې په موسي کلا. نوزاداوکجکي ولسوالیوکي اوس مهال جګړه پایته رسیدلې ده خودسنګین ولسوالۍ په ځینوسیموکي لاهم امنیتي ستونزي شتونلري چي پرمهال يې تر۲۰۰ زیات ملکي کسان ټپیان اوتر۵۰ تنوزیات وژل سوي دي .
خوپه دې ولایت کي دعامې روغتیادریاست یوه سرچینه دنوم دنه ښودلوپه شرط وايې دجمعي دورځي ترمازدګره پوري دلښګرګاه ښاراودولسوالیودروغتونوڅخه دجنګ جګړوله امله دویته ۳۲۸ تنه ټپيان وروړل سوي چې ۲۱ تنويې ساه وركړې ده.
که څه هم په دې ولایت کې امنیتي چارواکې دسنګین دجګړې دپایته رسیدوخبره کوي خودیادي ولسوالۍ اوسیدونکي چي دلښکرګاه ښاردایمررجنسي روغتون مخي ته راټول دي وايې اوس هم په سیمه کي خوراسخته جګړه دوام لري اوډیری مرګ ژوبله ملکي کسانوته اوړي .

په ورته وخت ددي ولسوالۍ دټولینزي شورامرستیال حاجي میراجان دټلیفون پرکرښه شمشادتلویزیون ته وویل اوس هم په سیمه کي جګړه دتیرپشان دوام لري اودشنبي په شپه هم دبوستان زوپه حوزه کي دوي امنتیي پوستي وسله والونیولې دي


دا په داسې حال كې ده چې د جمعې په ورځ نوموړې ولسوالۍ ته ځينې لوړپوړي امنيتي چارواكي هم ورغلي ووچې د سيمې د اوسيدونكوپه وينا دوى يوازې د ملي اردوله هغه لیواڅخه لیدنه کړي چې د جگړې نه لري په یوه څنډه كې پرته ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر