۱۳۹۳ خرداد ۱۲, دوشنبه

هلمند: دټاكنوخپلواك كمسيون لسگونه مامورین اوناظمین له دندوګوښه کړي دي .

راپور-۲-۶-۲۰۱۴
د هلمنددټاكنوخپلواك كمسيون لسگونه مامورین اوناظمین له دندوګوښه کړي دي .
ددي ولایت دټاکنودکمیسیون ځاي مسولین وايې له دغه ډلي څخه ځينې كسان د مركزي دفترلخوا په تورلست كې راغلي وواوځينې كسان دوى د تيروټاكنوپرمهال د نيمگړتياوله امله په گوته اوله دندولري كړه چي په دوهم پړاوټاکنوکي یه دبیاتکراریدومخه نیول سوي وي .
هغه وايې ددوهم پړاوټاکنولپاره لوجستکي موادهم رسیدلي دي چي دامنیتي ځواکونوپه مرسته به ولسواليوته وليږدول سي.
نورحال دهلمندولایت زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
دهلمندولایت دټاکنودخپلواک کمیسیون ځاي مسول قدرت الله نقشبندي وايي له دندوڅخه دلري کړل سوکسانوله ډلي نه ۳۰ ناظمین اوترشلوزيات مامورين هم شامل دي چې یوشمیري يې دمركزي دفترله لوري په تورلست كې راغلي اوپاته نوردوي له دندوګوښه کړي دي .
هغه وايې که څه هم له دغولري کړل سوکسانوڅخه څوك عدلي اوقضايي اداروته نه دي ورپيژندل سوي خوزیاته وي پدي اړه به  د شكايتوكمسيون خپله وروستي پريكړه كوي.

دنوموړي په وینااوس مهال دنوکسانودګمارلوپه برخه کي ددوي هڅي راپیل سوي دي ترڅووړکسان ددوهم پړاوټاکنولپاره مشخص کړل سي خوژمنه کوي چي دتیرپشان به دهرډول نیمګرتیاومخه نیول سوي وي.
نقشبندي وايې له مرکزي دفترڅخه ورته ددوهم پړاټاکنواړوندټول لوجستکي موادهم رسیدلي دي اودامهال يې دوي پرهغه لاروچاروکارکوي څوپه ډاډمنه امنیتي فضاکي وه ولسوالیوته هم ولیږدول سي.
هغه ددوهم پړاټاکنولپاره دپوره امادګۍ دمنظموپلانونودجوړیدوترڅنګ دهرډول تخنیکي اوپه نوربرخوکي دشته دستونزودلري کولوڅخه هم خبرورکوي .

دنقشبندي په خبره دلومړي پړدټاکنوپرمهال په ښاراوځینوولسوالیوکي دمحلونودکموالي دستونزي سره مخامخ وه چي په دوهم پړاکي یه ۵۰ نورمحلونه هم ورزیات کړي دي .

د یاده ولوده چي هلمند ته د رايې ورکولو ټول ۱۴۷ مركزونه وركول سوي دي چې له دې جملې څخه يوازې ۱۱۹مرکزونه فعاله دي داچي دتیروټاکنوپرمهال پراته خنډونه به په دوهم پړاوټاکنوکي ترکومه حده کابوکیږي داهغه سوال دي چي راتلونکی وخت به يې جواب کړي . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر