راپور—۲۰۱۶—۱—۱۸—
دهلمند دګرشک ولسوالۍ هم دسقوط له ګواښ سره مخ سوه .
دهلمند ولایتي شورا وایې له څو ورځوراهیسې پرګرشک ولسوالۍ درنې جګړې رواني
دي چې تراوسه یې ډيری سیمي طالبانونیولي دي ، وکیلان وایې طالبانوتراوسه ۹۰سلنه
سیمه نیولي اولاهم دپاته سیموپرامنیتي پوستودرنه جګړه روانه ده ، دهلمند دوالي
ویاند یوازي جګړه منې خوزیاته وي دکابوکیدولپاره به یې ژر اقدام وسي .
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
له څوورځوراهیسې درنوجګړوداځل دهلمند بله یوه مهمه اوستراتیژیکه ولسوالۍ
ګرشک هم دسقوط له ګواښ سره مخ کړه ، دهلمند په ولایتي شوراکې دګرشک دخلکواستازې
نرګیس رخشاني وایې دم ګړی یوازي دګرشک پر۱۰ سلنه دولت واک لري نوري ټولي سیمي
طالبانونیولي دي اوپرپاتوسیموباندي درنه جګړه روانه ده .
هغه وایې که ګرشک سقوط وکړې ددې ولایت ټولي شمالي ولسوالۍ به هم د لاسه ووځي
اودګاونډي ولایتونوپه نامنیوکې به هم څوبرابره زیات والی راسي ، په ورته وخت کې
دولایتي شورامرستیال ګواښ کوي که دولسوالۍ دژوغورنې په موخه جدي ګامونه پورته نسي
پاته څوکلیومتره مرکزي سیمي به هم دطالبانوپه لاس سقوط وکړي .
بل پلودهلمند دوالي ویاندعمرځواک
په ګرشک ولسوالۍ کې درنې جګړې منې خوزیاته وي دکابوکولولپاره به یې ډیرژر اقدام وسي .
که څه هم دهلمند هره ولسوالۍ ځانته
خوراډيراهمیت اوستراتیژیکي بلل کیږي خودګرشک سقوط به دپاته هلمند سربیره نیمروز ،فرا ،اوهرات ولایتونوته دغځیدلي لوی
لاري دناامنیه کیدوترڅنګ به دغه ولایتونوته دناامنیولمنه هم وغځیږي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر