۱۳۹۴ دی ۲۰, یکشنبه

ولایتي شورا یوواربیا دننګونواودبدامنیتي حالت څخه خپله سخته اندیښنه وښوده .

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۰—
دهلمند ولایتي شورایوواربیادننګونواودبدامنیتي حالت څخه خپله سخته اندیښنه وښوده .
وکیلانوداځل مرکزي دولت په دې تورن کړچې هلمندته هیڅ رازتوجونلري چې له امله یې ترنیمایې ډیرهلمند دوسله والولاسته ورغی ، دوی ګواښ کوي که مرکزي دولت هلمند ته تازه دمه هوایې اومځکني قوتونه ونه لیږي پاته هلمندبه دطالبانولاسته ولویږي ، دوی دلوړپوړوچارواکوراتګ هلمندته هم یوازي نمایشي یادوي چې په امنیتي برخه کې هیڅ پرمختګ هم ندی راغلی .
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ولایتي شورادیوي خبري ناستي پرمهال په هلمند کې دروان بدامنیتي حالت څخه دسختي اندیښنې ترڅنګ یې دټولوناامنیوپړه پرمرکزي دولت ورواچول ،وکیلان وایې هلمند هره ورځ دناامنیوکنديته لویږي اوپه کابوکیدوکې یې هیڅ راز مرسته نکیږي چې په یوبل پسي ډيری سیمي هم دلاسه ووتې.

هغه وایې دمرکزي دولت دنه پاملرنې له امله نه داچې دناامنیوپه مخنیوي کې مرسته نده سوې بلکې دشمالي ولسوالیوڅخه دناامنیولمنه جونوبي ولسوالیوته هم وغځیده ، دولایتي شورامرستیال بیادمرکزي دولت څخه دلوړپوړچورواکوراتګ دې ولایت ته یوازي نمایشي بولي چې له امله یې له ومیاشتوراهیسې دښارڅلرمه امنیتي حوزه هم دطالبانوڅخه ونه نیول سوه .


یاده دي وي چې ولایتي شوراپه وار وارپه هلمند اومرکزکې هم په خبري ناستوکې دهلمندپرحالاتوخپلي اندینښي له رسنیوسره شریکي کړي دي خوتراوسه هم هیڅ پاملرنه نده سوې چې له امله یې په دې ولایت کې ناامنۍ دپآم وړډيري سوې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر