۱۳۹۴ دی ۲۵, جمعه

دعامه نظم دپولیسولیکوته ۳۷۰ هلمندي ځوانان په خپله خوښه ورغلي .

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۶—
دهلمند دعامه نظم پولیسوته لسګونه هلمندي ځوانان په خپله خوښه ورغلي دي .
چارواکې وایې دغه ځوانان دبیلابیلوولسوالیوڅخه دویته راغلې چې اوس مهال ترروزني لاندي دي ، دعامه نظم چارواکې وایې ددوی په لیکوکې ۵۰۰ کمبود وچې  دنوتازه دمه ۳۷۰ کسانوپه روزلوسره به دغه تشه ترډيره ډکه سي ، دهلمند قومي مشران بیادعامه نظم څخه په دې ولایت کې دامنیت دټنګولوغوښتنه کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دعامه نظم د۵ لیواقوماندان وایې دوی په خپل تشکیل کې ۵۰۰ کمبود درلودچې ۳۷۰ کسان یې اوس نوي جلب کړي دي اودامهال ترروزني لاندي دي ،هغه وایې دخپلوپاته نورکم تشکیل دپوره کیدوهڅي یې هم راپیل کړي دي چې په نږدي ورځوکې به دغه چاره هم بشپړه سي .


قوماندان وایې یادوځوانانوته یې دوسلواومهماتودتجهزه ولوپوره اماده ګې نیولي ده چې ترروزل کیدو وروسته بې سمبال اودجګړې کرښي ته ولیږل سي ،دهلمندولایتي رئیس اوقومي مشران وایې افغان دولت ناتوانه دی چې دپردیودجګړومخه ونیسي دوی دنوتازه دمه پولیسوڅخه  هیله لري چې ددوي په روزل کیدوبه تریوه بریده ستونزي راکمي سي .


دوی وایې اوس مهال هلمند  ډيری برخې دوسله والو په ولکه کې که یې مخه ونه نیسي ستونزي به نوري هم ډيري سي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر