۱۳۹۴ دی ۱۷, پنجشنبه

چارواکې ادعاکوي چې دمارجې ولسوالۍ ډيری سیمي یې نیولي دي .

راپور---۲۰۱۶—۱—۷—
دهلمند امنیتي چارواکې ادعاکوي چې دمارجې ولسوالۍ ډيری سیمي یې نیولي دي .
چارواکې وایې دپولیسواوبهرنیوځواکونوپه مځکني اوهوایې عملیاتوکې یې دیادي ولسوالۍ هغه سیمي نیولي دي چې له دوه میاشتوراهیسې دوسله والوپه ولکه کې وې ،قوماندان ادعاکوي چې دمارجې لویه لاره یې هم خلاسه کړې اوترډیره یې ناامنه سیمه هم په امن کړې ده داچې په ولسوالۍ کې اوس امنیتي حالات څنګه دي .
له دوه میاشتواوپنځه ورځووروسته دهلمندامنیتي چارواکې ادعاکوي چې دکورنیواوبهرنیوځواکونوپه هوایې اومځکني عملیاتوکې یې دمارجې ولسوالۍ ډيری سیمي نیولي اوغځيدلي لاره یې هم دترافیکوپرمخ په بشپړه توګه خلاصه کړې ده .
زمالومړنی سټنډف......
دامارجې ولسوالۍ ته غځیدلي لاره ده چې اوس هم وسله وال طالبان زمودسپرلۍ پرموټردسړک دواړوغاړوڅخه ډزي کوي دلته زموږاودمرګ ترمنځ یوازي همدا زغروال موټردي چې دطالبانودوسلودخولي څخه وتلي مرمي زمونږڅخه وګرځوي خودلته ډزي ډيریږي اوزمودموټروقطارهم دوه ځایه کیږي ځیني مخکي اوځیني وروسته پاتیږي خوبیاهم دخال خال ډزوسره سره سفرته دوام ورکو.

دهلمندامنیه قوماندان چې دمارجې ولسوالۍ دلوی لاري دپرانیستووروسته لښکرګاه ښارته دتلوپرمهال خبریالانوته وویل دوی په مارجې ولسوالۍ کې ډيری سیمي نیولي تر۱۲۰ ډيرو وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله هم اړولي ده دده په خبره اوس مهال دامنیتي ځواکونوپروړاندي پخوانۍ ننګوني لمخه لري سوي دي .

 هغه وایې دلاري دخلاسیدوپرمهال یې په لسګونه ماینونه هم کشف اولمنځه وړي دي ،که څه هم چارواکې دبهرنیوځواکونومرسته نه منې خوپه مارجې ولسوالۍ دامریکایې ځواکونودیوه سرتیري دوژل کیدواودوټپي کیدوخبره تایدسوې ده قوماندان وایې دپوستوترڅنګ یې ډيری نوي تازه دمه سرتیري هم ځای پرځای کړي دي .

موږیوازي دمارجې ولسوالۍ دکیمپ ترسیمي وه توانیدوچې ځان وره سو خوداچې دمارجې ولسوالۍ ترمرکزه پاته ۱۲ کلیومتره لاره نوره هم ستونزمنه سوه سفرمونیمګړی سو،چارواکې وایې دوی ډيری سیمي نیولي دي خودلوی لاري پرسراوس هم یوازي زغروال ټانګونه دمارجې ولسوالۍ ترمرکزي سیموتګ اوراتګ کولای سې ،دوسله والوطالبانوویاندقاري یوسف احمدي وایې اوس هم دوی دمارجې ولسوالۍ پرډيری برخوواک لري اودیوي الوتکي درانسکوریدوادعاکوي ،وسله والوطالبانودوه میاشتي وړاندي دمارجې ولسوالۍ دمرکزي اودکیمپ سیموپرته نوري ټولي سیمي ونیولي چې دبیانیول کیدولپاره یې دافغان دولت دالومړنې عملیات دي چې پیل سوي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر