۱۳۹۴ بهمن ۱, پنجشنبه

دهلمند درنه جګړه به ډيرژرکابواوهغه چارواکې به مجازات سي چې ناغیړي کوي .

راپور—۲۰۱۶—۱—۲۱—
دهلمند درنه جګړه به ډيرژرکابواوهغه چارواکې به مجازات سي چې ناغیړي کوي .
تازه دولسمشرپه امردولسي جرګې غړی اوپوځي کارپوعبدالجبارقهرمان دهلمند دجګړې مشرټاکل سوی اوهلمندته تللی دی ، عبدالجبارقهرمان وایې دتازه دمه هوایې اومځکني قواوترڅنګ به دلته داسي قوي پلانونه جوړه وي چې لمخي به یې دهلمندجګړه په نږدو ورځوکې کابوکړي ، هغه دخپلوپلانونوپه اړه وایې مجازات اومکافات ،شپني عملیات،دوسله والودتګ اوراتګ پرلارکمینونه اوځنیونور پلانونه دځان دبریالاربولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې به روانه درنه جګړه ډيرژر کابواووسله وال طالبان به له ماتي سره مخ کړم ،سیمي به ترې ونیسم اوهغه لوړپوړي چاروکې چې په ناسمه رهبرۍ اودجګړې په کابوکیدوکې په ناغیړې تورن سي مجازات سي، نوی تازه دمه هوایې اومځکني قوتونه هم راسره مرسته کوي ، دولسي جرګې غړی کارپوعبدالجبارقهرمان چې تازه دولسمشرپه امرپه هلمندکې دامنیتي قواومشرټاکل سوی هلمندته یې دتګ سره سم ژمنه وکړه چې جګړه به ګټي .

نوموړی اوس هم وسله وال طالبان کمزوري نه یاده وي خوزیاته وي پرداسي استخبارتي پلانونوبه کاروکړي چې لمخي به یې ،شپني عملیات،دوسله والودتګ اوراتګ پرلارکمینونه اوځنیونوري لارې چارې دي چې پرته به دبهرنیوځواکونوبه دوی وکولای سي دغه اوږده جګړه کابوکړي .

که څه هم ولسمشروړاندي تردي په هلمندکې دروا ني درنې جګړې داوږدیدوله امله امنیه قوماندان،دملي امنیت رئیس ،دقول اردوقوماندان اوځیني نوري چاروکې لري کړه خوجګړه کابونه بلکې نوره هم اوږده اوډيری سیمي طالبانو ونیولي چې تازه یې عبدالجبارقهرمان په هلمندکې داپراتیفي مشرپه توګه وټاکه .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر