۱۳۹۴ بهمن ۶, سه‌شنبه

د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنو په هلمند کې روانه جګړه ډيره پېچلې کړې ده.

راپور—۲۰۱۶—۱—۲۶—
په هلمندکې روانه جګړه ډيره پیچلي اودګاونډیوهیوادوانودلاس وهنو له امله ده .
دولسی جرګې غړی اوپه هلمندکې دردني جګړې دکابوکولواپراتیفي مسول عبدالجبارقهرمان وایې امتحان په مرحله کې دی چې پوره هڅه کوي چې درواني جګړې مخه ونیسي ، نوموړی وایې هغه امنیتي چارواکې به هم له دندوګوښه کړي چې دجګړې پردوام داره کیدوپه پلمه یې شخصي ګټي ساتلي اویایه هم په لوی لاس دناسمي رهبرۍ له امله جګړه اوږده سوه .

په هلمندکې روانودرنوجګړواوددې ولایت دډيری سیمو دلاسه وتلوپه پلمه ولسمشرپخوانی جنرال عبدالجبارقهرمان دجګړې دکابوکیدوپه موخه دهلمندامنیتي ځواکونودمشرپه توګه ولیږی ،قهرمان چې له یوې اونۍ راهیسې په هلمندکې دی وایې تر ۹۰سلنه یې عملیاتي اونوري چارې بشپړي کړي دي اوډیرژربه دطالبانوپروړاندي په عملیاتولاس پوري کړي ، قهرمان که څه هم دهلمند جګړه پیچلي اودګاونډيوهیوادونویاده وي خوزیاته وي یابه جګړه ګټي یابه سرورکوي .

هغه وایې دلته روانه جګړه دنوربرخوترڅنګ ترډيره دمسولینودناسمي رهبرۍ اودامنیتي ځواکونوناسم استعمال له امله ده چې ډيرژربه هغه کسان هم له دندي ګوښه کړي چې جګړه دخپلوشخصي ګټودپیداکولوپه موخه پرمخ وړي .

 که څه هم نوموړي دخپلوعملیاتواوپلانونوکره نیټه په ګوته نه کړه خونوموړيته نږدي باوري سرچینه وایې کیدای سي په روانه اونۍ کې به ځیني سیمي ونیول سي اودیوه ډاډمن امنیت لپاره به خپل پلان عملي هم کړي .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر