۱۳۹۴ دی ۱۸, جمعه

سنګین ولسوالۍ یو ورابیا دسقوط له سترګواښ سره مخ سوه .

راپورــ۲۰۱۶—۱—۸—
سنګین ولسوالۍ یو ورابیا دسقوط له سترګواښ سره مخ سوه .
دسنګین ولسوالۍ قومي مشران وایې له تیري شپي راهیسې وسله والوطالبانویواربیاددي ولسوالۍ پرمرکزسخت بریدونه پیل کړه چې پرمهال یې دولسوالۍ دقوماندان په ګډون پنځه ویشت تنوته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده .
چارواکې هم په سنګین ولسوالۍ کې درنه جګړه منې خووایې مرستې ته به یې هوایې اومځکنې ځواکونه ورسیږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
طالبانوتیره شپه شاه اوخوادرې بجې دسنګین ولسوالۍ اوامنیه قوماندانۍ پرودانیویوواربیا سخت ډله یزبریدونه پیل کړي دي ،دسنګین ولسوالۍ دسیمه ییزوپولیسومشراودټولنیزي شوراغړي غلام جا ن اکاچې تیرشپه راغلی وایې دولسوالۍ امنیه قوماندان محمد داود سخت ټپي سوی اودهغه ۲۵ پولیسوته هم مرګ ژوبله اوښتې ده ،هغه وایې اوس هم جګړه روانه ده که دپاته ځواکونومرسته ونسي دولسوالۍ اوامنیه قوماندانۍ ودانۍ به سقوط وکړي .

نوموړی وایې دامنیه قوماندانۍ ودانۍ وسله والوطالبانوسوې اوټاورونه یې هم نړولي دي ،هغه پرمرکزي او ولایتي چارواکوتورپوري کوي چې دنه پاملرني له امله یې سنګین دجګړې په لمبوسوځي .

په ورته وخت کې دیادي ولسوالۍ قومي مشرمحمد داودهم دامنې چې په ولسوالۍ کې ددولت دبي پروایې اونه پاملرنې له امله داولسوالۍ جګړې په ډګرواوښته ،دی هم په هلمند اوسنګین ولسوالۍ کې ردوان بدحالت ټوله پړه پرولایتي چارواکووراچوې .

بل پلودهلمند دوالي ویاندهم په سنیګن ولسوالۍ له تیري شپي راهیسې ددرنې جګړې خبره منې خودتل په څیروایې په جګړه کې به ښکیلوکسانوته ډیرژرهوایې اوزمنې مرسته ورسیږي . 

پرسنګین له ډيره وخته درنې جګړې روانې دي چې مرکزې سیمي یې هم دمحاصرې په حال کې دي خوتازه یوواربیاددي ولسوالۍ مرکزي سیمي دسقوط له سترګواښ سره مخ سوې .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر