۱۳۹۴ دی ۲۲, سه‌شنبه

هلمندخپله هلمندي وکیلانواوبانفوزه اشخاصودناامنیوپه ځاله بدل کړ.

راپور—۲۰۱۶۱—۱۲—
هلمندخپله هلمندي وکیلانواوبانفوزه اشخاصودناامنیوپه ځاله بدل کړ.
دهلمنددیوشمیرولسوالیوترڅنګ ، مهم مدیریتونه اوامریتونه دولسي اومشرانوجرګواستازوخپل خپلوان اویایې هم ددوی ګټوته ژمن کسان په دندوګمارلي دي  ،شناتوران اوکیلان هم دامنې چې ددوی دلاس وهنوله امله ناامنیوخورازورواخیست ،خوامنیتي چا رواکې بیاددي هرڅه پړه پروزارت اچوي چې غیري مسکلي کسان دوکیلانودفشارونوله امله په دنده ګماري 
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندکه له هره اړخه دجګړې ډګربلل کیږي خوتازه موندني ښي چې ددي ولایت په ناامنه کیدوکې ترډيره دولسي اومشرانوجرګې داستازوترڅنګ دبانفوزه اشخاصو لاس وهني اومقررۍ دي، شمشادته یوي باوري سرچینه وایې دخانشین امنیه قوماندان ،د ولسي دغړي محمدولي علیزی ،دګرمسیرامنیه قوماندان دسناتورمحمدهاشم الکوزي ،دناوې امنیه قوماندان دعبدالودوپوپل،دنادعلي ولسوال دنسیمې نیازۍ ،دګرشک امنیه قوماندان دمعلم میرولی ،دواشیرولسوال دولایتي شورا دریس اوعبدالجبارقهرمان ،دکجکې امنیه قوماندان دسناتورملاشیرمحمداخندزاده ملاتړله ځانه سره لري خو دپاته ولسوالیو، دښاردحوزو،دمهمو مدیریتونواوامریتونه هم دوکیلانواوبانفوزه اشخاصوله لوري پرخپل خپلوانواویا هم ددوی ګټوته پرژمنو کسانوویشل سوي دي ،دولایتي شورادامنیتي کومېټي مشربشیراحمدشاکرهم دامنې چې هروکیل خپله ونډه لري.

وړاندي تردي هم سناتورملاشیرمحمداخندزاده دامنلي وه چې په هلمندکې دوکیلانودلاس وهنواومقرریوله امله ناامنې تردې ځایه ورسیدې.

خودهلمندامنیه قوماندان وایې هیڅ چاته به اجازه ورنکړي چې غیري مسکلي کسان په ده دفشارپه وجه په دنده وګماري خوزیاته وي پرکورنیوچارووزیردوکیلانودفشارونوله امله اړدی چې هغه کسان په دنده وګمارې چې وزیرورته دکومي دندي امرورکړی وي . 

دهلمند جګړې ته که څه هم په وار وار بیلابیل نومونه ورکول سوي دي خودغه نوم یې په خپل ډول کې بیساری دی .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر