۱۳۹۴ دی ۱۳, یکشنبه

طالبان اوس هم دافغانستان اونړۍ لپاره لوی ګواښ دی .

راپور—۲۰۱۶—۱—۳—
طالبان اوس هم دافغانستان اونړۍ لپاره لوی ګواښ دی .
دهلمندامنیه قوماندان وایې پاکستان اوایران دطالبانوترشاه په افغانستان کې جګړه پرمخ وړي اودواړه هیوادونه دطالبانوډولوته دجنګي وسایلوترڅنګ دهغویومرسته کوي ،قوماندان وایې دوی اوس خپل هدف یوازي سنګین اومارجه ولسوالۍ ګرځولي چې له دې وروسته به په ټول هلمندکې دناامنیودمخنیوي په موخه پراخ ګامونه پورته کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند امنیه قوماندان که څه هم په هلمندکې طالبان کمزورې یادوي خوله څومیاشتوراهیسي دلاسه وتلوسیموباندي اوس هم طالبان خپل راج چلوي ،خوامنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایې داچې ایران اوپاکستان دطالبانوملاتړکوي اوس هم دافغانستان اونړۍ لپاره یولوی ګواښ دی ،نوموړی وایې دسنګين اومارجې ولسواليود امنيت ټينګښت یې په لومړيتوبونوکې دی.

هغه وايي چې دوی پوره وسلې،مهمات اوجنګي تجهيزات په واک کې لري اووسله والوطالبانواوس د نورپرمختګ توان له لاسه ورکړی اوپه نږدې راتلونکي کې به ټولې سيمې ترې ونیسي .

امنیتي چارواکې تل په هلمند روانه درنه جګړه داندیښنې وړنه بولي خودهلمندولایتي شورااوعام خلک وایې که په هلمندکې دلاسه وتلوسیمولپاره پراخ او اوږدمهاله عملیات پیل نسي ښايي مرکزلښکرګاه ،ناوه اوګرمسيرولسوالۍ هم دناامنیوشاهدي وې .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر