۱۳۹۴ دی ۲۹, سه‌شنبه

سرجنګ وایې، په ګرشک کې یې د وسله والو لوی بریدونه شنډ کړي دي.

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۹—
دهلمندامنیه قوماندان وایې په ګرشک ولسوالۍ کې یې دوسله والولوی بریدونه شنډکړي دي .
ګرشک نه یوازي ستراتیژیکه ولسوالۍ ده بلکې دهرات اوکندهارپرلویه لاره پرته ده چې له یوې اونۍ راهیسې پکې سختي جکړې رواني دي  ، چارواکې وایې طالبانوپلان درلودچې تیره شپه ګرشک ولسوالۍ ته سقوط ورکړي خودوی پلانونه مات اوپه شایې وتمبول.
نورحال دهلمند ولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
طالبانوداځل دمارجې ،خانشین ،سنګین ،اوباباجې څخه پرګرشک ولسوالۍ خپل ډله ییزبریدونه ډيرکړه چې تراوسه یې ډيری سیمي هم نیولي دي خوتیره شپه یې هم دیادي ولسوالۍ پریوشمیرسیموډله ییزبریدونه وکړه ،دهلمندامنیه قوماندان وایې ۱۹ وسله وال یې وژلي په همدي شمیرنوریې ټپي کړي اودهغیوڅخه یې سپکې اودرنې وسلي هم نیولي دي .

قوماندان وایې تیري شپي په جګړه کې ددوی یوافسرټپي سوی ،هغه وایې دتیري شپي په جګړې کې ایساف ځواکونوله دوی سره هوایې مرسته هم وکړه .

خوبل پلودهلمندولایتي شورابیاهم په دې ولایت کې اوسنی امنیتي حالت داندیښنې وړبولي دوکیلانوپه خبره که په امنیتي برخه کې هلمندته جدي پام ونسي پاته سیمي به هم دلاسه ووځي .

وکیلان په هلمندکې دجګړو دوامداره کیدل دامنیتي چارواکوترمنځ نه همږغي ، اودبي پروایې له امله بولي ،خوامنیتي چارواکو یوواربیاپه هلمندکې دطالبانوپروړاندي دلویوعملیاتودژرپیل کیدوڅخه خبرورکړ.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر