۱۳۹۴ بهمن ۳, شنبه

د هلمند په ادارو کې د نا امنیو له امله فساد څو برابره ډېرسوی.

راپور—۲۰۱۶—۱—۲۳—
په هلمندکې دشته ادارو دپراخ فساد له امله ناامنۍ څوبرابره ډیري سوې .
ولایتي شورا اوقومي مخورودغه څرګندوني ددې ولایت داستناف څارنوال دستایني په موخه په جوړه سوې غونډه کې وکړې ، دوی همداراز پراولس ږغ وکړچې داداري فساد په مخنیوي کې دي مرسته وکړي ، په ورته وخت داستناف څارنوال وایې یوه ککړه اداره ورته پاته ده خودڅلورمیاشتوپه اوږدوکې یې ۵ فاسدڅارنوال له دندي ګوښه کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند ولایتي شورا اوقومي مخورودیوي غونډي پرمهال وویل په دې ولایت کې روانې ناامنۍ دامنیتي ځواکونوترمنځ نه همږغۍ  ادارې فساد زیږنده بولي ، قومي مشران اوولایتي شورا وایې وروسته له کلونو یوازینۍ اداره داستناف څارنوالي ده چې تازه یې ده اداري فساد پروړاندي کلکه مبازره راپیل کړې اودوی هم بشپړملاتړکوي .

دوی وایې دټولوهغه اداروپروړاندي به خپلومبارزوته ادامه ورکوي چې په اداري فسادکې ښکیلي وي ،په ورته وخت کې داستناف څارنوالۍ ریس وایې په اداري فساد ککړه یوه ناسمه ادارته ورته پاته ده خوزیاته وي له تیروڅلورومیاشتوراهیسې یې نه یوازي چې پنځه په فسادککړڅارنوال له دندولري کړي بلکې ډيری هغه قضیوته هم لاره پیداکړې ده چې هیڅ هم نه وې څیړل سوې .


هغه وایې دیوشمیرهغه کمیشن کارانومخه یې هم نیولي ده چې وړاندي تردې یې په یاده اداره کې فسادته زمنیه برابره کړې وه ،خونوموړي یوواربیاژمنه وکړه چې ترورستۍ به داداري فسادپرضد کلکه مبارزه کوي که یې پروړاندي خنډجوړسي له دندي به لاس په سرسي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر