۱۳۹۴ بهمن ۴, یکشنبه

وکیلان وایې دناامنیودډیریدوله امله یوځل بیادکجکې دبریښنادپروژي چارې په ټپه دریدلي دي.

راپور—۲۰۱۶—۱—۲۴—
دهلمند ولایتي شوراوایې دناامنیودډیریدوله امله یوځل بیادکجکې دبریښنادپروژي چارې په ټپه دریدلي دي.
وکیلان وایې ناامنۍ اوداړونده وزارتونونه پاملرنه اوددوی دشخصي ګټو خوندیتوب ددي لامل سو چې دکجکې ددریم توربین دنصب چارې یوواربیا وځنډیدي، خودبریښناچارواکې دوکیلانوخبري نه منې اوزیاته وي نه یوازي چې کارندی درول سوی بلکې ۳۵ سلنه یې کاري چارې هم پرمخ تللي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 په هلمندکې دوامداره ناامنیوداځل یوه ستره پروژه له خنډاو ځنډ سره مخامخ کړه ، دهلمند ولایتي شوراوایې درنوجنګ جګړواوداړونده وزارتونواودلوړپوړوچارواکودنه پاملرني بي پروایې اودخپلوشخصي ګټودخوندیتوب له امله یوواربیا دکجکي دبند ددریم توربین دنصبولودپروژي چاري په ټپه درول سوي اوکارکوونکویې سیمه هم پرایښې ده .

دوی وایې که دیادي پروژي چاري همداسي دخنډسره مخ وي لري نده چې مرسته سوې ۳۰۰ میلیونه امریکایې ډالره به دنورو وختونوپشان یوواربیا شخصي جیبونوته ولویږي  ، خوپه جنوب کې دبریښنادریاست دعامه اړیکومسول اوتجارتي مرستیال دوکیلانوخبري ردوي اوزیاته وي چې دامهال تر۳۵ سلنه کارپرمخ تللی اولاهم داړونده دو ترکي کمپینوله لوري دکجکې دبند ددریم توربین دنصب چاري پرمخ رواني دي .


په هلمند کې دوامداره درنوجګړو دهلمندوالوډيری هیلي په ناامنیدۍ بدلي کړي دي چې تازه یې اوس هغه لویه هیله چې دکجکې بریښناده دلاسه وتلوپه حال کې ده ، داچې مرکزي دولت به دیادي پروژې دبشپړه ولوپروړاندي دپرتوخنډونومخه ډب کړي اوکنه دابه وروسته په ډاګه سي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر