۱۳۹۴ دی ۲۶, شنبه

هلمندته دولتي چارواکې دولسي او مشرانوګې پلاوي دامتیازاخیستلوپه موخه ځي .

راپور—۲۰۱۶—۱—۱۷—
هلمندته ددولتي چارواکوترڅنګ دولسي اومشرانوګې پلاوي دامتیازاخیستلوپه موخه ځي .
دهلمندولایتي شورا اومدني فعالین وایې لوړپوړي چارواکې دولسي اومشرانوجرګې پلاوي دامتیازدترلاسه کولو،پرولایتي چارواکودفشارراوړلو،اودخپلوکسانودمقرریوپه موخه سفرونه کوي چې هیڅ پایله یې هم نده لرلي ،دوی دهلمند دناامنیواودوامداره جګړوپړه هم پردغه پلاو اچوي چې دهلمند ږغ یې په رښتنې توګه ندی رسولی چې له امله یې هلمند دناامنیوپه ځاله بدل سو.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایتي شورا وایې ددولتي چارواکو ،دولسي اومشرانوګې دپلاوسفرونه دې ولایت ته یونمایشي اودخپلوشخصي ګټودساتلوپه موخه یاده وي ،دوی وایې له شاه اوخواشپږومیاشتوراهیسې پرهلمند سختي جګړې رواني دي خودوی یوازي دخپلوکسانودمقرریواوامتیازداخیستلوپرته نورهیڅ هم ندي کړي .

وکیلان وایې دهلمند سره دمرکزي دولت دمورامیرې چلند ناامنۍ ډيري کړې ،په ورته وخت کې مدني فعالین وایې دولسي اومشرانوجرګې دپلاو راتګ په دولتي اداروکې د خپلې خوښې کسان په دندووګمارل اویاهم دولایتي چاروکوڅخه امتيازات ترلاسه کول دي چې بله هیڅ پایله یې نده ورکړې .


دهلمند دوالي ویاندعمرځواک که څه هم دې ولایت ته دبیلابیلوپلاودراتګ خبره منې خو دګټواوزیانونوپه اړه یې وایې نظرنلرو.داپه داسي حال کې ده چې دنوروسیموترڅنګ اوس په ګرشک ولسوالۍ کې جګړوخورا زوراخیستی دی چې دواړه لوري یوبل ته دمرګ ژوبلي داړولوادعاوي هم کوي خودکره معلوماتوپه اړه یې څه ندي ویلي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر