۱۳۹۴ بهمن ۱۰, شنبه

والي له وسله والوطالبانوڅخه دسولي په روانوخبروکې دصادقانه ګډون غوښتنه کوي .

راپور—۲۰۱۶—۱—۳۰—
هلمند والي له وسله والوطالبانوڅخه دجنګه دلاس په سرکیدواودسولي په روانوخبروکې دصادقانه ګډون غوښتنه کوي .
خودسولي دولایتي کمېټي مشروایې کچیري پاپاکستان اوامریکا صادقانه دسولي خبري پرمخ یوسي په هلمندکې ډيری وسله والي ډلي اماده دي چې دسولي لاره خپله کړي ، داپه داسي حال کي ده چي اوس هم یوشمیر چارواکې او سیاسیون دپاکستان او امریکا لخوا دسولي په پیل سوو خبرو پوره باور نه لري .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
تازه یوورابیا دهلمند والي میرزاخان رحیمي دجنګي طالبانوڅخه غوښتنه وکړه چې دسولي دروان بهیرسره یوځای اودجنګه لاس په سرسي ، والي وایې هغه خبري چي دامریکا ،چین ،پاکستان او افغانستان داستازوله لوري دافغان سولي دراتلوپه موخه پرمخ ځي هرکیلی کوي

دهلمند والي په داسي حال کي دوسلوالو طالبانو څخه دسولي په خبرو کي دصادقانه ګډون غوښتنه کوي چي دپاکستان دبهرنیو چارو دوزارت په وینا دافغان سولي په اړه دامریکا،چین،پاکستان او افغانستان داستازو ترمنځ دریم پړاو خبري به دفیبروري دمیاشتي پر ۶ نیټه ترسره سي ، خودسولي دولایتي کومېټي مشروایې که امریکا اوچین  پرپاکستان فشارډیرکړي دسولي روانه څلوراړخیزه پروسه به بریالۍ وي ،هغه وایې که پاکستان په رشتیاغواړي افغان سوله بریالۍ سي دلته هم ډيری طالبان دسولي خبروکولوته اماده سوې دي .

داپه داسي حال کي ده چي افغان اولسمشر محمد اشرف غني دسولي په اړه دوسلوالو طالبانو سره دمخامخ خبرو دپاره داپریمل میاشت ضرب الاجل ټاکلي ده..


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر